<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-06 20:38:09    
د اتلانتيک سمندر په تل کې کيبلونه

cri

که وويلی شو چې په تېره پيړۍ کې تر ټولو لويه علمي پروژه د اپولو په نامه سپوږمۍ ته د انسان سفر وي، نو د اتلانتيک سمندر په تل کې د کيبلونو غزيدو پروژه په نولسمه پيړۍ کې تر ټولو لويه پروژه وه٠ ددی پروژې له پيل څخه دمخه په ١٨٣٢ کال کې د نيويارک په بندر کې ، په ١٨٥١ کال کې د بريتانيا په أبنا کې او په ١٩٥٤ کال کې د توری او مديترانی د بحيرو په تلونو کې د کيبلونو د غزيدو پروژې بشپړی شويدی، خو دغه پروژی د اتلانتيک سمندر په تل کې د کيبلونو د نصبولو د پروژی سره نشی مقايسه کيدای٠ ځکه چې له ايرلند څخه تر امريکا پوری ٣٢٠٠ کيلو متره فاصله لری او د اتلانتيک په سمندر کې د اوبو ټول ژوروالی څلورو زرو مترو ته رسيږی٠ په هغه وخت کې ځينو کسانو اټکل کړی و چې ددغی پروژی د بشپړولو لپاره به لږ تر لږه لس کاله په کار وي٠ نوموړي پروژه په ١٨٥٧ کال کې پيل شوه ، خو ددغی پروژی د پيل دمخه په بريتانيا کې د نيم کال په موده کې کيبلونه جوړ شول چې پنځه لکه څلويښت زره کيلو متره د اوسپنو او ميسو سيمونه او د کيبلونو د تړلو لپاره پنځه لکه کيلو متره فايبرونه توليد شول٠ په ١٨٥٧ کال کې د اتلانتيک په سمندر کې د کيبلونو د غزيدو کار په رسمی توګه پيل شو او يوی بيړۍ د ايرلند له بندر څخه يوازی د اته کيلو کترو په فاصله مزل وکړ، کيبل ناڅاپه پرې شو، نو بيړۍ مجبورأ بيرته بندر ته راستانه شوه، ورپسی د کيبل د پري کولو د مخه نيوی لپاره د کيبل د غزيدو سرعت بطی شو او د کيبل د اچولو سرعت ، د کيبل د څرخيدونکی الی تر اصلاح وروسته په ١٨٥٨ کال کې د کيبلونو د غزيدو کار په داسی حال کې بيا پيل شو چې دوه بيړۍ لومړی د اتلانتيک سمندر مرکز ته لاړی شی او ورپسی په دوو مخالفو طوفونو کيبل وغزوی٠

د همدی کال د جون په شپږ ويشتمه نېټه دوه بيړۍ په جلا جلا توګه اروپا او امريکا ته وخوځيدلی٠ خو له بده مرغه په يوه بيړۍ کی کيبل بيل هم پری شو او د کيبل تر يو ځای کيدو وروسته د کيبلونو په غزيدو بيا پيل وشو، خو د مسلسلې ناکامۍ له امله د پروژی يو شمېر مرتبان انديښمن شول او له دغی پروژی څخه د وتلو هيله يی څرګنده کړه، خو عالمانو او انجنيرانو لاهم په خپل کار ټينګار وکړ او ورپسی د کيبلونو د غزيدو کال بيا پيل شو او له زياتو ناکاميو څخه وروسته د ١٨٦٦ کال د اګست تر پايه پوری کيبلونه يو ځای شول چې په دی توګه د اتلانتيک په تل کې د کيبلونو په غزيدو سره د اروپا او امريکا د دوو لويو وچو ترمنځ مستقيمی اړيکی ټينګی شوی په بله ژبه په لندن کې د اسهامو غرمني نرخونه څو دقيقې وروسته امريکا ته خپريداي شول او ټولنيز خبرونه، پوځي پيښی او نوی اختراعات د سترګو په رپ کې امريکا يا بريتانيا ته رسيدای شول، ويل کېږي چې د اتلانتيک په تل کې د کيبلونو د غزيدو پروژه د انسان په انکشافی تاريخ کې يو مهم ګام ګڼل کېږي٠