<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-06 17:52:58    
چين د خپل اقتصاد پر ثابت او سالم پرمختګ باور لري

cri

ځينی کسان د توکيو د بيو زياتوالي، د ونډو بازار لړزيدو او د امريکا د دوهمې کچې کريدت د بحران له امله د بيجينګ له اولمپيک سپورتی لوبو وروسته د چين اقتصادي پرمختيا په اړه انديښمن دي. خو د صدراعظم وين جيا باو له خوا د حکومت د کاری راپور له اوريدلو وروسته د خپل هېواد د اقتصاد پر ثابت، چټک او سالم پرمختګ د چينايانو باور يو ځل بيا پياوړی شوی دی.

صدراعظم وين جيا باو د چين د ملی ولسی کانګرس په کلنۍ غونډه کې د حکومت د نوی راپور په وړاندی کولو سره دې ته اشاره وکړه چې روان کال به د چين د اقتصادي پرمختيا سرعت په سلو کې شاو خوا اتو ته ورسېږي. که څه هم دغه اټکل د ځينو اقتصاد پوهانو او نړيوالو څانګو د اټکل په پرتله لږ څه کم دی، خو له دې څخه اقتصاد چټک پرمختګ په اړه د چين باور هم څرګندېږي.

په ٢٠٠٧ کال کې چين خپل اقتصادي پرمختيا په سلو کې اته اټکل کړی وه، خو ريښتنی انډول بيا په سلو کې يوولس اعشاريه څلورو ته ورسېد. دلته اوس پوښتنه دا ده چې چين ولی د اقتصاد د چټکې پرمختيا په اړه دومره ټينګ باور لري؟

د دې پوښتنې په ځواب کې لومړی خبره دا ده چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې پلی کولو له ديرشو کلونو راهيسی اقتصاد چټک پرمختګ کړی چې له مخې يې اوس مهم بنسټ او ضمانت ايښودل شوی دی. له ١٩٧٨ کال راهيسی د چين د اقتصادي پرمختيا سرعت په سلو کې شاو خوا نهه زيات شوی او

په تيرو پنځو کلونو کې په سلو کې ان څه دپاسه لسو ته رسېدلی دی. ٢٠٠٧ کال د چين د کورنی عمومی توليدی ارزښت څلويښت زره مليارډ يوانو ته ورسيد چې په نړۍ کې څلورم ځای ونيو.

په وروستيو کلونو کې د چين د ترانسپورت، مخابراتو او اوبو لګولو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو أبادی په پرله پسی توګه بشپړه شوې ده. د چين صدراعظم وين جيا باو د حکومت په کاری راپور کې وويل چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو ته دوام ورکړي او د اقتصادی پرمختيا په بهير کې د نظامی مسئلی او د جوړښت تر منځ توپيرونه حل کړي چې د اقتصاد د نور پرمختګ لپاره ښه چاپيريال برابر شي.

د چين د اقتصاد پرمختګ ښه راتلونکی لري. اوس چين د صنعتی، ښاری او معلوماتی کيدو د ګامونو پورته کولو لپاره کارونه تر سره کوي چې په چين کې د پانګه اچونې او لګښتي اړتياوو د پياوړتيا لپاره ګټور کار دی. په راتلونکې اوږده موده کې به چين د اوسپنيزو لارو، سړکونو، هوايی ډګرونو، بندرونو، فابريکې او مخابراتي تجهيزاتو ته زياته اړتيا ولري. د خلکو د عايداتو زياتوالی او د لګښت د جوړښت کچې د لوړتيا له امله د کورونو، موټرونو، کورنيو بريښنايی ماشينونو، ګرځنډ ټليفونونو او کمپيوترونو په شمول اړوندو توکيو ته به د خلکو اړتيا هم زياته شي. برسيره پر دې به په چين کې به د خپلو اختراعاتو توان له پياوړتيا سره سره په نړۍ کې د چينی توليداتو د سياليو توان هم ډېر زيات شي. دغه ټولې چارې به د چين د اقتصاد پرمختيا ته فرصتونه برابر کړي.

د چين د سياسی مشورتي کنفرانس د دايمی کميټی غړي لي يي نينګ وويل د

بيجينګ له اولمپيک سپورتي لوبو وروسته به د چين د اقتصاد د پرمختګ لاملونه

بدل نه شي، نو د چين اقتصاد به بيا هم په چټکه توګه پرمختيا وکړي.

پرته له دې نه اوس چين د علمی پرمختګ پر لاره ټينګار کوي. علمی پرمختګ د چين د اقتصاد او ټولنې د هراړخيزې، همغږې او دواملرونکې پرمختيا په بهير کې يوه مهمه ستراتيژي ده. اوس د علمی پرمختيا نظر د چين په بېلا بېلو سيمو کې د اقتصادي پرمختګ لارښوونکې تګلاره ده. روان کال چين د اقتصاد ناسم پرمختګ او د پيسو پړسوب د مخنيوي کارونه د اقتصاد د عمومی کنترول په بهير کې د لومړنۍ دندې په توګه ګڼي. چين باور لري چې په اقتصادی أبادی کې د علمی پرمختګ نظريی له پلی کولو سره سره د اقتصاد په پرمختيا کې رامنځته شوی مسئلی حل کيدای شي او د چين خلک به د اقتصاد د چټکې پرمختيا له امله ګټې تر لاسه کړي.