وايی چې اوه سوه دوولس کاله له ميلاد مخکې د جن مملکت پاچا وغوښتل چې د شو په ملک باندی تېری وکړي. نو د شاهی ماڼۍ په وړاندی يې د خپلو سرتېريو سلام ومانه او هغه يې وکتل. په دې وخت کې يو سپين ږيری جنرال چه ين کاو شو نومېده، د قوماندانۍ د يوې جنګې ګاډې د لاس ته راوړلو لپاره له يوه ځوان جنرال ګون سون کشمکش وکړ. د جنرال ين د ځوان جنرال له تکبر سره سره ژر ژر له جنګی ګاډې سره لاړ. زلمي جنرال ګون سون په داسی حال کې چې نيزه يې په لاس کې وه، د جنرال ين تعقيب کړ او و يې غوښتل چې ور ته سخته ښکنځا وکړي. خو زوړ جنرال ليری لاړ. نو زلمی جنرال ډېر په قهر شو دوه مياشتې وروسته پاچا امر ورکړ چې زوړ جنرال ين د پوځ د عمومی قوماندان په توګه او زلمی جنرال د ده د مرستيال په توګه د شو په مملکت باندی يرغل وکړي. که څه هم زلمي جنرال په خله هېڅ و نه ويل، خو په زړه کې يې ډېره کرکه وکړه. زوړ جنرال په جګړه کې ډېر توريالی و او د يوې مياشتې جګړې نه وروسته د جن سرتېري د شو پلازمېنې کلابند کړ. زوړ جنرال ين د جنګی بيرغ په اوچتولو سره د ښار دفاعی ديوال ته پورته شو. زلمي جنرال ګون سون چې دغه حالت وليد، ډېر قهرجن شو، نو په پټ ډول يې د زاړه جنرال ين په شا غشی وويشت چې په پايله کې جنرال ين چې جنډه يې په لاس کې کلکه نيولې وه. له ديوال نه ولويده. يو بل جنرال ګمان کاوه چې دغه زړو جنرال مړ شو. نو په ميړانه توګه يې د جنګی بيرغ په ښورولو سره خپلو سرتېريو ته په زوره غږ وکړ_مارش. د خپل قوماندان په تشويق د جن سرتېري سمدلاسه په ديوال باندی پورته شول او ښار ته ننوتل. د جګړې له پاتی رسېدو وروسته د جن پاچا او نور جنرالان د جنرال ين په مړينې باندی شکمن وو او قضاوت يې وکړ چې جنرال ين د خپلو سرتېريو له خوا ووژل شو. ځکه چې غشی يې له شا څخه د ده په زړه ورتش کړ. په پای کې زلمي جنرال ګون سون په ناکرارۍ سره پاچا ته په خپل جرم اعتراف وکړ او فورأ يې چان وواژه.