د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو په شمول د دولت مشرانو د مارچ په شپږمه نېټه په جلا جلا توګه په بېجينګ کې د نوې دورې ملی ولسی کانګرس او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د نوې دورې ملی کمېټې په کلنيو غونډو کې د ځينو پلايونو او ډلو په مباحثوی غونډو کې ګډون وکړ.
رئيس هو جين تاو په ملی ولسی کانګرس کې د تبت خپلواکې سيمې په پلاوی کې د بحث پر وخت وويل موږ بايد د خلکو ژوند د ښه والي ضمانت وکړو، قومی او مذهبی کارونه پياوړي کړو او د تبت خپلواکې سيمې د همغږۍ او ثبات ساتلو لپاره کوښښ وکړو.
د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې مشر وو بانګ ګو د ګوی جو ولايت پلاوي په بحث کې ګډون وکړ چې د روان کال په پيل کې د واورو او باران زيات اورښت په کې شوی و. ښاغلي وو بانګ ګو هيله څرګنده کړه چې د ګوی جو ولايت وګړي تر خپلې وسې پوری د توليدی چارو پرمختګ او له ناروينونو وروسته د بيا رغونې لپاره کوښښ وکړي چې له مخې يې زيانونه تر ټېټې کچې کم شي.