<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-07 15:15:00    
د چين د سياسي ديموکراسۍ تامينولو بهير ګام په ګام بشپړيږي.

cri

هو شياو يان چې عمر يی څلور ديرش کاله دی، د چين د سه چوان ولايت يوه بزګره ده. لس کاله مخکې يی د کار موندلو په موخه خپل ټاټوبي پرېښود او ګوانګ دونګ ولايت ته ولاړه. اوس هغه له دوه تنه نورو کليوالو کارګرانو سره يو ځای د چين د ملی ولسی کانګرس د استازيو په توګه ټاکل شوې چې د چين يو لوړ پوړی واکمن ارګان دی. په دغه کانګرس کې د کليوالو کارګرانو د استازيو ګډون د چين د سياسی ديموکراسۍ تامينولو بهير د بشپړيدو يوه مهمه نښه ګڼل کېږي.

د اصلاحاتو او ورخلاصون هغې تګلارې په رڼا کې چې د تېرۍ پيړۍ د اوومې لسيزې په پای کې پيل شوی، د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی دی. د توليدی جوړښت له تنظيم سره سم، لا زيات بزګران د کارونو لپاره له خپلو ټاټوبيو څخه ښارونو ته تللی دي. د يوې شميرنې له مخې: اوس په چين کې د کليوالو کارګرانو شمير څه د باندی يو سل او ديرش مليون ته رسېږي چې په عمده توګه په ساختماني او ترانسپورتي چارو او د توليداتو چمتو کولو په ساحو کې کار کوي. چين په تېرو څو کلونو کې د نړيوال اقتصاد په پياوړتيا کې يو مهم ګڼل کېږي، نو دغو کليوالو کارګرانو د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا لپاره هم ښه خدمتونه تر سره کړي دي.

له دې امله چې په چين کې د وګړيو ثبتونې نظام د ښاريانو او کليوالو د ثبتولو په دوو برخو ويشل کيږي، نو کليوال کارګران په ښارونو کې د ښوونې، طب، د کور اخيستلو ، ټولنيزې بيمې او کاری فرصت په ساحو کې د ښاريانو په پرتله له لا زياتو ستونزو سره مخامخ کېږي.

ياد شوی دری کليوال کارګران د چين د ملی ولسی کانګرس د استازيو په توګه د چين له اساسی قانون سره سم خپل حق پلی کوي او په مستقيم ډول د هېواد د تګلارو په جوړولو کې ګډون کوي چې په لا لوړه ساحه کې د دوی ګټې او حقوق وساتل شي. دا د چين د ملی ولسی کانګرس د نظام له مخې د ديموکراسۍ پوره تامينولو يوه غوره نښه ده .

په ريښتنې توګه په دې دورې ملی ولسی کانګرس کې د کارګرانو او بزګرانو استازيو شمير د تېری دورې په پرتله په جلا جلا توګه لس او اويا سلنه زيات شوی دی . دا د چين په سياسی ديموکراسۍ کې يو لوی بدلون دی.

د چين د نادولتی اقتصاد له پرمختګ سره سم، څو ورځې مخکې د ډېرو غير نادولتی تصديو مشران د ملی ولسی کانګرس د استازيو په توګه وټاکل شول. په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند په شپاړسم ملی کانګرس کې د نادولتی تصديو استازي هم ګډون درلود. په ٢٠٠٥ کال کې د شخصي تصديو ديرش تنه مشران او درويشت تنه کليوالو کارګران د لومړي ځل لپاره د چين د نمونوی کارکونکو د نوماندانو په توګه وټاکل شول. دا هم يوه داسی نښه نښانه وه چې د چين سياسی ديموکراسي په سالمه توګه پرمختګ کوي.

د چين د سوسيالستی بڼې سياسی ديموکراسي به د افکارو ازادۍ ته د دوام ورکولو، د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې د ټېنګار کولو، د علمی پرمختګ د پياوړتيا او د يوې همغږې ټولنې د جوړولو پر بنسټ په پوره توګه تامين شي. د روڼ اندانو په نظر، د چين د سياسی ديموکراسۍ تامينولو ګام به په داسې ډول پورته شي چې د حکومت د اصلاحاتو چارو به يې په عمده موخه وي او دغه راز د بازاری اقتصاد د سوسياليستی نظام د بشپړيدو، د يوې همغږۍ ټولنې د

جوړولو او د فساد د مخنيوي په ګډون لا پراخو ساحو ته وغځېږي.

په راتلونکې کې به د چين په ملی ولسی کانګرس کې د کليوالو کارګرانو د استازيو شمير زيات شي او دا شونتيا هم شته چې د چين د وګړيو ثبتونې نظام د اصلاحاتو او ټولنې د صنعتي کېدو بهير له پرمختګ سره سم به د کليوالو کارګرانو لقب او د کليوالو کارګرانو استازي هم له منځه يووړل شي. هرومرو د کليوالو کارګرانو د استازيو رامنځته کوې يا له منځه وړې، اړينوالی يوازی د چين د سياسی ديموکراسۍ بهير يو ډول حالت دی. شک نه شته چې چين به د اقتصاد په اصلاحاتو کې د ښې پايلې تر لاسه کولو په وخت کې په بېلا بېلو ساحو کې د ديموکراسۍ تامينولو بهير چټک کړي چې له مخې به يی په چين کې د ملی ولسی کانګرس، سياسی مشورتی کنفرانس، د چين د کمونيست ګوند او په بنسټيز يوڼت کې د ديموکراسي په ګډون يوه داسې غوره ديموکراتيکه بڼه رامنځته شي چې د چين له مشخصاتو او ځانګړتياوو سره به سمون خوري.