د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مارچ په شپږمه نېټه څرګنده کړه: چين ته د هانګ کانګ او مکاو له بېرته راستنېدو راهيسي، حقيقتونه دا ثبتوی چې په يو هېواد کې د دوو نظامونو او د هانګ کانګيانو او مکاويانو له خوا د خپلو سيمو د اداره کولو نظام پلی کولو تګلارې برياليتوب تر لاسه کړی دی. د هانګ کانګ او مکاو وطنوال توان لري چې پخپله هانګ کانګ او مکاو جوړ کړي. د چين ستره برخه به تل د هانګ کانګ او مکاو د سمسورتيا او امنيت ساتلو لپاره هڅې وکړي.
هو جين تاو په همدې ورځ په بېجينګ کې د يوولسمې دورې ملی کانګرس او سياسی مشورتی کنفرانس په لومړۍ غونډه ې د هانګ کانګ او مکاو له استازيو سره وکتل. هغه وويل چې روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کولو له دېمې کاليزې سره برابر دی. د هانګ او مکاو وطنوال د چين د دغې ګلارې د پلی کولو په بهير کې مهم رول لوبولی دی.
د هانګ کانګ خبري رسنيو د هو جين تاو د دغې وينا په اړه ښه غبرګون څرګند کړ او په اوومه نېټه يی په دې اړه بېلا بېلې تبصرې خپری کړې .