<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-07 20:04:52    
د کوريا جمهوريت نوی ولسمشر لي ميونګبک

cri

د کوريا جمهوريت نوی ولسمشر لي ميونګبک د دوه زره او اووم کال د فبروری په پنځه ويشتمه نېټه د کوريا جمهوريت په پلازمينه سيول کې د دغه هېواد د اوه لسمې دوری د ولسمشرۍ لوړه وکړه. د دغه هېواد د اوسنی أساسی قانون له مخې به د ولسمشرۍ ماموريت پنځه کاله دوام وکړي او د ولسمشر په توګه به پرله پسی ټاکنې اجازه ورنه کړل شي. د دغه هېواد ولسمشر د هېواد او حکومت مشر او د وسلوالو ځواکونو عمومی قوماندان دی.

لي ميونګبک د نولس سوه او يو څلويښتم کال د دسمبر په نولسمه نېټه د جاپان په اوساکا کې په يو عادی کوريايي کور کې زېږېدلی او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د کوريا جمهوريت د شمال ګيونګسانګ ولايت پوهانګ ښار ته کللی. د لي ميونګبک کورنۍ د هغه په ماشومتوب کې ډېره بی وزلی وه او ډېرې ستونزې يې درلودلې. نو لي ميونګبک کله کله له خپل پلار او مور سره مرستې کولې. ده په نولس سوه او پنځه شپيتم کال کې د کوريا پوهنتون څخه فارغ شو او د سوداګرۍ په برخه کې د ليسانس علمی درجه تر لاسه کړه. لي ميونګبک له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د کوريا جمهوريت د هيوندای انجنيرۍ او أبادۍ په شرکت کې کار وکړ او په دغه شرکت کې له اوه ويشتو کلونو کار کولو وروسته د دغه شرکت د مشر په توګه وټاکل شو. د ده يادې شوې تجربې د کوريا جمهوريت په تصديو کې د افسانې په توګه خپرېږي.

لي ميونګبک په نولس سوه او دوه نوی يم کال کې له ياد شوی شرکت څخه سياسی ډګر

ته مخه کړه او په پرله پسی توګه د څوارلسمې او پنځه لسمې دورې د پارلمانی غړی په توګه وټاکل شو. په دوه زره او دوهم کال کې لي ميونګبک په بريالی توګه د کوريا جمهوريت د پلازمېنې سيول د ښاروال په توګه وټاکل شو. ده په څلور کلن ماموريت کې په سيول کې د چاپيريال ساتنې او ادارې په اړه يولړ تدبيرونه ونيول او د عام ترانسپورټي سيستم د ښه والی لپاره يې هم ډېرې هڅې وکړې. د ده د لارښوونې توان له دغو يو لړ برياليتوبونو څخه څرګند شوی او د سيول د ښاريانو له خوا ستايل شوی دی.

لي ميونګبک په دوه زره او شپږم کال کې د سيول ښاروالی له دندې څخه لاس واخيست او د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې يې د ګډون لپاره د تياري پر کارونو پيل وکړ. لي ميونګبک د تېر کال د اګست په مياشت کې د ستر ملی ګوند د يوازنی نوم أند په توګه وټاکل شو او د تېر کال د دسمبر په نولسمه نېټه د کوريا جمهوريت د اووه لسمې دوری د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې بريالی شو.

لي ميونګبک پر مسيعی دين عقيده لري او له موسيقۍ، لامبو وهلو او تنيس سره مينه لري. لي ميونګبک او د ده مېرمن کيم يونوک يو زوی او دری لوڼی لري.