<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-07 20:06:43    
د دونهوانګ هنري نندارتون

cri

د چين په لوېديځ ګان سو ولايت کې د دونهوانګ د سمڅو کيندلو هنر د دوه زره او اتم کال د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو يوه مهمه کلتوري پروژه ده. د دونهوانګ هنري نندارتون اوس د چين په هنري موزيم کې تر سره کېږي چې ډېر نندارچيان ورجلبوي.د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه څه معلومات درکړم.

د خبر له مخې، د دغه نندارتون د پرانستنې په ورځ د نندارچيانو شمېر اوه زره تنو ته رسېدلی دی. دغه شمېر په وروستيو ورځو کې ډېر زيات شوی چې له مخې يې هره ورځ شل زره نندارچيان له دغه نندارتون څخه ليدنه کوي. د چين د هنري موزيم مشر ښاغلی فان دي أن وويل

 د دونهوانګ هنر د چين له هنر، هنرمندانو او هنري موزيم سره نژدی تړاو لري. دغه نندارتون د دونهوانګ هنر د ښې پېژندنې لپاره د چين او نورو هېوادونو نندارچيانو ته يو ښه فرصت برابروي.

پخوا دونهوانګ له منځنۍ او لوېدېځې أسيا او اروپايي هېوادونو سره د چين يوه ډېره مهمه سوداګريزه لار وه. په څلورمه پېړۍ کې خيتځ ته د بوديزم په خپرونې او سمسورتيا سره په دونهوانګ سيمه کې سمڅې کيندل شوی او مجسمې جوړې شوی دی اودغه کيندې په زر ګونه کاله دوام درلود. تر اوسه دلته اته سوه سمڅې او د پنځوس زره مربعو ميټرو مساحت ديوالي انځورونه پاتي شوي دي. په تېره بيا د مو ګاو کو په نامه يوه مشهوره سمڅه په نولس سوه او اووه اتيايم کال کې د نړۍ د کلتوري ميراثونو په لست کې شامله شوه.

د دونهوانګ هنر د څېړنې ټولنې مشرې مېرمن فان جين شي وويل

هيڅکله مو داسې نه دی کتلی چې لس سمڅې او سل ديوالي انځورونه يو ځای نندارچيانو ته وړاندی شي. دغه سمڅې او انځورونه د بېلا بېلو زمانو په استازيتوب غوره اثار دي.

پنځه اويا کلن سپين ږيری وو جين مين وويل ما دونهوانګ ته سفر نه دی کړی. زه تل غواړم چې د ګان سو له ولايت څخه ليدنه وکړم، خو دغه ولايت ډېر لېری دی. د ګان سو ولايت غوره اثار اوس په دغه نندارتون کې ايښودل شوی، نو ياده شوی مسئله حل شوی ده. زه به يوځل بيا دغه نندارتون ته راشم او په ورو ورو او د قت سره به دغه سمڅې او انځورونه يو ځل بيا وګورم.

يو بل نندارچی ښاغلی ما وې يې وويل زه په سهار دلته راورسېدم او د ټولې ورځې لپاره به دغه نندارتون وګورم. دغه نندارتون ډېر لوی دی. زه غواړم چې دونهوانګ ته او په خپله واقعی سمڅې او انځورونه وګورم چې دا به هرومرو ما ته د ډېرې زياتې حيرانتيا خبره وي.

د المانی نندارچی ښاغلی ماريو بيتر په أند له دغه نندارتون څخه څرګندېږي چې د دونهوانګ هنر اغېزې کړې دي. ده وويل

بوديزم د چين په تاريخ کې خپلې لويې اغېزې درلودلې. له څلورمې پېړۍ څخه تر څوارلسمې پېړۍ پوری د بوديزم بدلون او پر چيني تاريخ د دغه مذهب اغېزې له دغه نندارتون څخه څرګندې شوي دي. د دونهوانګ هنر پر چين د بوديزم د اغېزو يوه نښه ده.

مېرمن وانګ يو خبريال ته وويل

دغه نندارتون ډېر هيښوونکی او ښکلی دی. دغه ښکلا ډېره نرمه ده. انځورګرانو د دونهوانګ هنر غوره اثار کاپی کړي دي.

د خبر له مخې، د چين حکومت په وروستيو ورځو کې پريکړه کړې چې د دونهوانګ د مو ګاو کو سمڅو په ساتنه کې دوه سوه او شپيته مليون يوانه ولګوي. د سمڅو د شاو خوا لارو د سمولو، د سختو بادونو او شګو د مخنيوي او د امنيت ساتنې په ګډون به يو لړ نورپياوړی تدبيرونه ونيول شي.