د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د مارچ په اوومه نېټه وويل: د پاکستان د نوی دوری جرګې د استازيو لومړنی غونډه به په راتلونکو دوو اوونيو کې تر سره شي چې هغه وخت به د پارلمان نوی مشر او د حکومت نوی صدراعظم هم وټاکل شي.
ولسمشر مشرف په سند ولايت کې د اوبو د برابرولو په اړه د يوې پروژې په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه: هغه به تر خپلی وسي پورې له نوی حکومت څخه ملا تړ وکړي او هيله لري چې نوی فدرالی حکومت او د بېلا بېلو ولايتونو حکومتونه به د ماموريت په پنځه کلنې موده کې برياليتوب تر لاسه کړي. هغه وويل اوس د پاکستان اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. هغه هيله لري چې نوی حکومت به ژر د اقتصادی ستونزو له منځه وړلو لپاره لارې چارې پيدا کړي. هغه زياته کړه چې ترهګری او افراطيت د پاکستان په اقتصادی پرمختګ کې خنډونه اچولی دی. نو نوی حکومت بايد د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد د مبارزې لپاره هڅې وکړي.