ګرانو اورېدونکو ! السلام عليکم ! د پوښتنه او ځواب پروګرام دغې کړۍ ته مو بيا هم زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !
ګرانو اوريدونکو! د پاکستان په صوبه سرحد کې زمونږ يو اوريدونکی په خپل ليک کې موږ ته ليکلی: زه نثار احمد احمدی د چين نړيوالې راډيو محترمو او ګرانو کارکوونکو ته سلامونه او احترامات وړاندی کوم .
اوس مهال د چين د يوولسم ملی ولسی کانګرس او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس کلنی غونډې په بېجينګ کې ترسره کيږی . نو زمونږ ډير ملګري اوريدونکی غواړی د دغو دوو سترو غونډو په اړه ځينی معلومات ترلاسه کړي . نو درنو اورېدونکو، زه به هم د پروګرام په نننی کړۍ کې تاسو ته د چين د ولسی کانګرس نظام په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړم .
د ولسی کانګرس نظام د چين بنسټيز سياسی نظام دی. ملي ولسی کانګرس يو لوړ دولتی ځواکمن ارګان دی او د ولايتونو، خپلواکو سيمو، د مرکزی حکومت تر مستقيمی ادارې لاندی د ښارونو، ځانګړو اداری سيمو او ځواکونو لخوا له غوره شويو استازيو څخه جوړيږی . ملی ولسی کانګرس قوانين جوړوی او د دولت په سياسی ژوند کی دسترو او مهمو موضوعاتو په اړه پريکړې کوی .
دملی ولسی کانګرس عمده دندې په دې ډول : د اساسی قانون اصلاح ، د اساسی قانون د پلی کولو څارنه ، د جنايی او مدنی چارو ، دولتی ارګانونو او نورو
قوانينو جوړول او د هغو اصلاح کول . د ملی اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په هکله د پلان جوړولو او دغه پلان پلي کولو او د ملی بوديجې اود هغی د پلی کولو په اړه د راپورونو څارل او منظورول دی . پر دې سربېره د ولايتونو ، خپلواکو سيمو او د مرکزی حکومت ترمستقيمی ادارې لاندی د لويو ښارونو د ټاکنې منظورول او د ځانګړې ادارې سيمی د جوړونی او د هغی د نظام ټاکل . د جګړې او سولی اعلانول . د رايی ورکونې له لاری د دولت لوړ ځواکمن ارګان يعنی د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې د غړو ټاکل، د دولت د رئيس او مرستيالانوغوره کول او ددولتی شورا د صدراعظم او د نورو غړو د کانديدانو ټاکل . د ملی ولسی کانګرس په دندو کې د مرکزی نظامی کميټی د رئيس غوره کول او د نورو اړوندو غړو دکانديدانو ټاکل، د عالی ولسی محکمی او د عالی ولسی څارنوالی د اداري مشرانو غوره کول شامل دی . ملی ولسي کانګرس له خپلو دندو څخه د يادو شويو کسانو ګوښه کولو حق او واک لری.
د ملی ولسی کانګرس د ماموريت هره دوره پنځه کاله ده او هر کال يوځل غونډه ترسره کوی . د کال په پاتی موده کی د ملی ولسی کانګرس د دايمی ارګان يعنی دايمی کميټې لخوا لوړې دولتی چارې او واکی ترسره کيږی . نوموړی دايمی کميټه درئيس ، مرستيالانو،سرمنشی او غړو څخه جوړيږی .
د چين د قانون جوړولو چاری د ملی ولسی کانګرس او د هغه د دايمی کميټې ، دولتی شورا او اړوندو وزارتونو او څانګو، قومی خپلواکو سيمو ، ځانګړو اقتصادی سيمو او ځانګړو اداری سيمو لخوا د قوانينوله جوړولوڅخه عبارت دي .
ګرانو دوستانو ! اوس تاسو پوه شوئ چې د چين د ولسی کانګرس نظام د چين په سياسی ژوند کې ډير مهم رول لوبوی .
ګرانو دوستانو ! د دې ترڅنګ زمونږ دايمی اوريدونکی ښاغلی نثار احمد احمدی په خپل ليک کې يو ځل بيا هم د چين نړيوالې راډيو
دخپرونې وخت د اوږدوالی وړانديز يو کړی دی .
په دې اړه مو په تير پروګرام کې يادونه کړی وه ، ځکه چې دغه کار نه يوازی د پښتو له څانګې سره بلکې له نورو اړوندو تخنيکی څانګو سره هم تړاو لری نو په دې اړه موږ ته لازمه ده چې لږ څه زغم وساتو . خو دغه شونتيا او هيله شته چې روان کال دغه موخه ترسره شی .
ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . ستا له اوريدلو مننه کوم . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !