<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-08 18:07:24    
موږ او اورېدونكي  

cri
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه، زه امان الله عمران يم تاسې ټولو ته خپلې نېكې هيلې وړاندې كوم، دا دى بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ستاسو سره ملګرى يم او د وړاندې كولو لپاره سټوډيو ته راغلي يم. نو هيله ده د ژوند په ټولو چارو كې بريالي او خوشاله او هم په تن روغ رمټ وئ، او دغه راز د پرورګرام اورېدو لپاره تر پايه راسره پاتې شئ. تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته په تمه وئ، نو زه هم بې له ځنډه ستاسې د ليكونو په لوستلو پيل كوم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې د صوبه سرحد له باجوړ څخه اورېدونكي علي اكبر فياض را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو ورسته يې ليكلي دي: زه د الفياض لسنرز كلب مشر يم، دا مې درېيم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم. موږ تاسو ته د خپل كلب په اړه تفصيلي معلومات هم درلېږلي دي، خو ستاسو له خوا مو تر اوسه هېڅ ځوابي ليك نه دى ترلاسه كړى. بيا ليكي: زموږ د كلب ټول ملګري د چين نړيواله راډيو ښه په شوق سره اوري او ډېره مينه ورسره لري. اورېدونكى علي اكبر فياض بيا د پښتو خپرونې ستاينه كوي او وايي: ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي او موږ په خپله سيمه كې خلكو ته ستاسې د راډيو په اړه معلومات وركوو. نوموړى د خپل ليك په پاى كې د خپرنيزو توكيو او د نوي كال د كليز وراستولو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك بيا د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ، د جنوغونډۍ له يوراج كلب څخه اورېدونكي مفتاح الله حليم را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو همكارانو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پښتو زموږ مورنۍ ژبه ده او موږ ورسره ډېره مينه لرو. نو ځكه، دى وايي، ستاسې خپرونه هم هر وخت اورو. بيا ليكي: د چين نړيوالې راډيو د اورېدونكيو كلبونو شمېر خورا زيات دى، موږ ډېر خوشاله يوو چې د دغو كلبونو ترمنځ زموږ كلب پنځم راغى. اورېدونكى مفتاح الله حليم زياتوي: زموږ دكلب مشر محمد شفيق مقاليديار دى، ده له خپل كلب سره ډېر زيار ايستلي او لا خپلو هڅو ته دوام وركوي، موږ هم كوششونه كوو چې كلب مو بيا هم هر وخت مخكښ وي، نور پرمختګ وكړي او هم هر وخت بريالى وي، ځكه چې، دى وايي، برياليتوب هرچا ته خوند وركوي. اورېدونكى مفتاح الله حليم د خپل ليك په پاى كې ژمنه كوي او وايي: كه ژوند وي او مرګ نه وي زه به ستاسو خپرونې ته ډېر ليكونه در استوم، نن سبا، نوموړي وايي، په افغانستان كې د مرګ ډېر خطرونه دي. نو ګرانه اورېدونكيه متاح الله خانه، خداى دې له خطرونو لرې او همېشه ژوندى او روغ ساته، او هر وخت موږ ته خپل ليكونه رالېږه!

- له مانسهرې څخه د نثار احمد احمدي له خوا درې ليكونه رارسېدلي دي، له سلامونو او نېكو هيلو ورسته يې ليكلي: تاسو ټولو ته د 2008 رادبره كېدنه چې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې له پنځه دېرشمې كليزې سره سمون لري د زړه له كومي مباركي وايم. هيله ده چې نوى كال مو له لوړو هيلو سره پيل كړى وي او دغه كال درته د لا زياتو برياليتوبونو كال غواړم. نوموړى بيا د پښتو خپروني ستاينه كوي او وايي: د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې د پښتو ژبې لپاره نه ستړي كېدونكي خدمتونه كړي او په ډېر كم وخت كې يې د زيات شمېر اورېدونكيو ملاتړ ترلاسه كړى دى. اورېدونكي نثار احمد بيا يو څو وړانديزونه ليكلي او وايي: پر پښتو وېبپاڼه يوه داسې برخه يا پروګرام پرانيزئ چې د اورېدونكيو په اړه په كې معلومات او د هغوى عكسونه خپاره شي. بل دا چې د پښتو ادب په اړه په خپله خپرونه كې يو پروګرام ته ځاى وركړئ. نوموړى بيا د يوې ستونزې يادونه كوي او وايي: د سږني ميلادي كال له پيل راهيسې موږ په خپله سيمه كې ستاسې خپرونې نه شو اورېدلى، هيله ده، دى وايي، تاسې زموږ دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وكړئ او د لنډو څپو پر ځاى پر منځنيو يا اېف اېم څپو خپلې خپرونې پيل كړئ چې زموږ په سيمه كې ستاسې اورېدونكي د اولمپيك سپورټي لوبو په اړه سيالۍ كې له برخې اخيستلو پاتې نه شي. نثار احمد احمدي بيا د خپل ليك په پاى كې د استاذ اولمير په غږ سندرې خپرولو غوښتنه كړې چې دى وايي د پښتو څانګې پخواني كاركوونكي عنايت الله رمز ته يې ډالۍ كوي. اورېدونكي نثار احمد په خپل بل ليك كې يادونه كړې چې د 2007 كال په پاى ته رسېدو سره د خراسان كلب هم څلور كاله پوره شول، چې په همدې وياړ، دى ليكي، كلب يې د ده په مشرۍ يوه غونډه ترسره كړه چې هلته د بېلا بېلو كلبونو مشرانو او شاعرانو په كې برخه درلوده. دى وايي، په غونډه كې مو د پښتو خپرونې د وېبپاڼې او پښتو هېندارې په اړه خبرې او بحثونه وكړل او د غونډې ګډون كوونكيو له سي آر آى راډيو څخه هيله څرګنده كړه چې د پښتو هېندارې او وېبپاڼې د لابډاينې لپاره خدمتونه وكړي، او د غونډې په پاى كې مو، دى وايي، د سي آر آى يو شمېر خپرنيز توكي هم ووېشل.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له يوراج كلب څخه رفيع الله رفيع په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: ما ته ستاسو پښتو خپرونه ډېر خوند راكوي، ستاسو پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي او زه يې هر وخت اورم، ستاسې د پروګرامونو تر منځ د چيني ژبې لوست او شينجيانګ ته كتنه په رښتيا هم ډېر خوندور پروګرامونه دي. اورېدونكي رفيع الله زياتوي: زه هيله لرم چې په راتلونكي كې ستاسې خپرونې ته زيات شمېر اورېدونكي ليكونه درواستوي، او زه په خپله هم، دى وايي، په دې برخه كې ډېر كوشش كوم، ډېرو اورېدونكيو ته مې ستاسې د پروګرامونو په اړه معلومات وركړي دي كله يې چې بيا د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه اورېدلې،نو دى وايي، ډېر خوند يې وركړى او اوس يې هر وخت اوري. اورېدونكى رفيع الله هم د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو او نورو مطبوعاتي موادو وراستولو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك را اخلم چې د صوبه سرحد له كوهاټ څخه اورېدونكى سيد وارث حنيفي رالېږلى دى. ده په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي، نېكې هيلې يې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: خپرونه او پروګرامونه مو په شوق او مينه سره اورو او تل ترې ګټور او په زړه پورې معلومات ترلاسه كوو. موږ ستاسې له دغه لوى خدمت څخه ډېره مننه كوو. سيد وارث حنيفي يادونه كوي او ليكي: په لنډو ډول بايد ووايم محترم اورېدونكي چې تاسو ته ليكونه در استوي، په ډېرى ليكونو كې يې يوازې سلامونه، د مطبوعاتو ورلېږلو غوښتنه او داسې نورې غوښتنې وي، زه دا وايم، ښاغلى حنيفي زياتوي، محترم اورېدونكي بايد تاسې ته ګټورې مشورې، وړانديزونه او د پروګرامونو په اړه بايد په زړه پورې نظرونه درواستوي، هيله ده زما دغه هيله، دى غوښتنه كوي، د راډيو له لارې ټولو اورېدونكيو ته ورسوئ. نو ښاغلى حنيفي، دادى ستاسې نظر او يادونه مو اورېدونكيو ته واوروله، هيله ده اورېدونكي هم پرې عمل وكړي او په خپلو ليكونو كې بېلابېلې په زړه پورې خبرې، وړانديزونه، نظرونه او هم د خپل ژوند په اړه د پام وړ او په زړه پورې كيسې راواستوي. درنو اورېدونكيو، دا وو موږ ته رارسېدلي ليكونه چې درته خپاره مو كړل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، دا چې د ښځې نړيواله ورځ ده نو د اورېدونكي نثار احمد احمدي په خوښه به د استاد اولمير سندره، بل ځل واورو او اوس به د مور په وياړ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د مور په اړه د زېب خان سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.