د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د عمومی منشي او د چين د دولت رئيس هو جين تاو په ګډون د چين يو شمير مشرانو د مارچ په اتمه نېټه په جلا جلا توګه د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس د لومړی کلنی غونډې په ډله ايزو بحثونو کې ګډون وکړ.
د مارچ اتمه نېټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. نو رئيس هو جين تاو د شينجيانګ له استازيو سره د بحث کولو په ترڅ کې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب د چين ټولو ښځو ته مبارکي څرګنده کړه.
وو جين تاو پردې خبره ټينګار وکړ چې شينجيانګ بايد د چين د لويديځی سيمې د ابادی او سمسورتيا تګلارې د پلی کولو په فرصت کې د اقتصاد د چټک پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه کېدو او د قومونو او مذهبي کارونو د بشپړيدو لپاره هڅې وکړي.