د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په منځنې أسيا او په جنوبی کاوکاسوس سيمی کې د ناتو د سرمنشی ځانګړي استازي روبيرت سيمونس د مارچ په اوومه نېته د اذربايجان په پلازمينه باکو کې د افغانستان د سولې ساتنې د مسئلی په هکله وويل ناتو وړانديز کړی چې په دريو برخو کې له روسيی سره همکارۍ وکړي.
هغه وويل د منځنې أسيا د هېوادونو او د افغانستان د پوځيانو د توان د پياوړتيا په موخه د ناتو او روسيی تر منځ د تمرينونو مرکز د جوړونې، افغانستان ته د روزنيزو د وسلو برابرونې او د روسيی د بنسټيزو ترافيکی تجهيزاتو په وسيلې افغانستان ته د توکيو ليږنې په دريو برخو کې به د ناتو او روسيی تر منځ همکارۍ پياوړی شي.