<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-09 18:58:42    
د وانګ ينګ له خوا ويل شوی سندری

cri

ګرانو اورېدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ځوان سندرغاړې وانګ ينګ له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به موږ په ګډه يوه سندره واورو چې نوم يې دی د جشن خوندوره سندره٠

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، په دغه خوندوره سندره کې د جشن د لمانځلو په وخت کې د چينايانو د خوښۍ احساسات څرګندېږي٠ وانګ ينګ په بېجينګ کې زېږېدلی ده او د ماشومتوب په موده کې يې د سندرو له ويلو سره ډېره منيه درلوده ٠هغه په ١٩٩٣ کال کې د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ په هنري پوهنځی کې له مشهورې پروفيسرې ما چيو هوا څخه زده کړه وکړه٠ له ١٩٩٧ کال څخه تر اوسه پوری يې په نوموړی پوهنځی کې د يو ښوونکی په توګه کار کړی دی٠

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د وانګ ينګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و په پوځي سنګر کې يوه کوچنی مرغه ٠ دغه سندره د جاو سه ان او جيانګ يی مين له خوا جوړه شوی چې په سرحدی سيمی کې يې د سرتيريو د اوسيدو حالات بيانوي٠

وانګ ينګ د سندرو ويلو په برخه کې خپل ځانګړی سبک رامنځته کړی چې د سندرو ويلو د غوښتنی سره سم له مناسبی لاری يې د سندرو روحيهښوولی ده٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د وانګ ينګ له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چې نوم يې دی مهربان وګړي د خپل ژوند په ټول عمر کې نېکمرغه ژوند تېروي ٠

دغه سندره د يی مينګ او لې لې له خوا جوړه شوی چې د تېری پيړۍ په ٨ لسيزه کې ډېره مشهوره وه ، وانګ ينګ له خپلې ځانګړی لاری د دغې سندرې د ويلو پر بنسټ اورېدونکو ته نوی احساسات رسولی دی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!