<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-09 20:29:03    
بهرنيو خبري رسنيو د چين دوو غونډو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

cri

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: يو شمير بهرنيو خبري رسنيو په تېرو څو ورځو کې د چين دوو غونډو ته ډېره پاملرنه کړ ې ده. په دغه هېواد کې د پيسو د پاړسوب او له حده زياتې اقتصادی چټکتيا د مخنيوي په اړه د چين تدبيرونه د بهرنيو خبري رسنيو پاملرنه ورجلب کړې ده.

د بريتانيا خبري رسنيو د مارچ په شپږمه نېټه په عمده توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ته د دوام کولو، له حده زياتی اقتصادی چټکتيا د مخنيوي او د توليداتو د بيو د ټيټولو په اړه د چين حکومت نظرونه خپاره کړي.

د جاپان د اقتصاد نيوز ورځپاڼه وايی: د چين د حکومت کاری راپور څرګنده کړې چې د چين حکومت به د ماليی لګښت د زياتوالی له لارې د اقتصاد سالم پرمختګ تامين کړي.

بر سيره پردې، د سويدن، مغولستان او بلغاريا په ګډون د زياتو هېوادونو عمومی خبري رسنيو د چين د دوو غونډو په اړه خبرونه خپاره کړي دي..