د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کميسون د لومړنی کلنی غونډې دريمه عمومی ناسته د مارچ په نهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. برخوالو استازيو د کلتوري د جوړښت په ګډون د يو لړ مسئلو په اړه ويناوی کړې دي.
د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو، مذهبی ډلو او د هانګ کانګ او مکاو شپاړس تنو استازيو په دغه غونډه کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوله ايز پرمختګ د پياوړتيا، د هېواد د کلتوري پرمختګ او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پايلو د پراخولو په ګډون د يو لړ مسئلو په اړه وړانديزونه وکړل.