د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د خلکو ګوند او د مسلم ليګ نواز ډلې د مارچ په نهمه نېټه اعلان وکړ چې دوی به يو ائتلافی حکومت جوړ کړي.
د خلکو ګوند ګډ مشر اصف علی زرداری او د مسلم ليګ نواز ډلې مشر نواز شريف په همدې ورځ د پاکستان په ختيځ موري ښار کې سره خبرې اترې وکړې او ښاغلي شريف له دې وروسته په يوه خبری ناسته کې يوه ائتلافی اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د مسلم ليګ نواز ډله به د خلکو ګوند په مشرۍ په نوي حکومت کې ګډون وکړي او د صدر اعظم نومأندان به د خلکو ګوند له خوا وړاندی شي.
د دغې اعلاميې له مخې دواړو خواوو پرېکړه کړې چې ملی پارلمان بايد د نوي حکومت د جوړېدو په راتلونکيو دېرشو ورځو کې يو پرېکړه ليک تصويب کړي چې د تېر کال د نومبر په درېيمه نېټه د بيړني حالت له پلی کېدو وروسته د بېلا بېلو کچو ګوښه شويو قاضيانو دندې بېرته اعاده شي. دواړو خواوو په دې اړه هم موافقه وکړه چې د صدر اعظم، د ملی پارلمان مشر او مرستيال نومأندان بايد د خلکو ګوند له خوا وړاندی شي او د پنجاب ولايت د پارلمان مشر او مرستيال نومأندان به د مسلم ليګ نواز ډلې له خوا وټاکل شي.