د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين ستر څارنوال ښاغلی جيا چون وانګ د روانې مياشتې په ١٠ نېټه په بېجينګ کې وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د څارنوالی سازمانونو د چاپيريال، سرچينو او پوهنې ملکيت حق اړونده ساتنه پياوړی کړې ده.
ښاغلی جيا چون وانګ دغه خبرې د نوی دورې ملی ولسی کانګرس په لومړۍ کلنۍ غونډه کې د راپور وړاندی کولو په ترڅ کې وکړې .
هغه وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د څارنوالی سازمانونو په ټينګه سره له هغو جرمونو سره مبارزه کړې چې بازاری اقتصادی نظام او د چاپيريال سرچينو ته يی زيانونه رسولی دی. پر دې سربېره، د دې په مقابل چې په ځينو ځايونو کې د پوهنې پر ملکيت حق د تيری کوونکو جرمونو حالت سخت شوی، د چين د څارنوالی سازمانونو د ځانګړو دوسيو د څارنې کارونه هم ترسره کړی دی.