د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د لوړ پوړې محکمې مشر قاضی شياو يانګ د مارچ په لسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د چين د بېلا بېلو کچو محکمو په تېرو پنځو کلونو کې مجرمينو ته سخته سزا ورکړې، د وګړيو بشری حقوق يې په ښه توګه ساتلی او د شواهدو له مخې يې د بې ګناه کسانو د قانونی حقونو تضمين کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د نوې دورې ملی ولسی کانګرس په لومړۍ کلنۍ غونډه کې د يو کاری راپور وړاندی کولو په ترڅ کې وکړې. ده زياته کړه چې له تېرو پنځو کلونو راهيسی د بېلا بېلو کچو محکمو د نژدی څوارلس زره تنو د سپيناوي اعلان کړی، د قانون له مخې يې د تورنانو د بېلا بېلو حقونو تضمين کړی او د درې سوه او شل زره تنه مناسبو تورنانو لپاره يې د دفاع وکيلان ټاکلي دي.