د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د لوړپوړې محکمې مشر شياو يانګ د مارچ په لسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د چين د بېلا بېلو کچو محکمو په تېرو پنځو کلونو کې د پوهنې ملکيت حق په اړه ٧٠ زره قضيې حل کړي او دغه شمېر د تېرو پنځو کلونو په پرتله يو اعشاريه دری دېرش برابره زيات دي. په وروستيو پنځو کلونو کې نه يوازی د ياد شوی حق د تېری کولو په اړه د جرمونو پر ضد بلکې د جعلي توکيو د توليد او پلور په ترڅ کې پر ياد شوی حق د تېری کولو په اړه د جرمونو پر ضد مبارزه هم پياوړي شوې ده.