<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-10 20:23:42    
د تيان جين ښار د پنځه ستوريز هوټل عمومی مدير هانس لونتينس

cri

په وروستيو کلونو کې د چين ساحلی ښار تيان جين د تای دا په اقتصادی او تخنيکی سيمه کې د چټک پرمختګ له امله د هوټلونو چارو لپاره نوی فرصت برابر شوی دی. د وان لی تای دا په نامه هوټل په دغه سيمه کې تر ټولو لوی پنځه ستوريز هوټل دی چې عمومی مدير يی يو بلجيکی هانس لونتينس دی.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دی په هکله لږ څه معلومات وړاندی کړو.

پخوا ښاغلی لونتينس د مصر د يو هوټل عمومی مدير و او د ٢٠٠٧ کال په نومبر کې تيان جين ته ولاړ. ده خبريال ته وويل د اړوند امر له منلو وروسته يې د انټرنټ له لاری د تيان جين او دغې سيمې په باب ټول خبرونه پيدا کړي او باور يی څرګند کړ

 اوس د تاسيساتو يا خدمتونو له پلوه زمونږ هوټل له نورو هوټلونو څخه ځينی واټن لري، خو مونږ باور لرو چې زمونږ هوټل په دغه سيمه کې ترټولو ښه هوټل وګرځي او په پرله پسی توګه د خپلې خدمتی سويې د لوړوالی لپاره هم کوشش وکړي.

نوموړی وويل کله چې دی دلومړی ځل لپاره دغې سيمې ورغی، يوازی سړه هوا يې احساس کړی وه ، خو اوس په دغه سيمه کې دوستی او خوښی احساسوي.هغه ځای د اقتصاد له ډېرو ودو څخه ډکه دی او په نړۍ کې له پنځه سوه غښتليو تصديو څخه زياتو تصديو پکې پانګه اچولې چې ګڼ شمېر غوره صنعتګران او سوداګران پکې راغونډ شوي دي.نو ښاغلی لونتينس په خپل راتلونکی کار باور لري. د ده په أند په دغه

سيمه کې پنځه ستوريز هوټلونه زيات نه دی، نو د ده هوټل د سيالۍ توان لري.

د چين حکومت د دغې سيمې پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري، نو ډېره خوشحاله يم چې دلته کارکوم.زما په أند په يوه داسی سيمه کې کار کول چې د هوټلونو چارو چټک پرمختګ کړی او ښه راتلونکی به ولري،زما لپاره يو ښه فرصت دی.

په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې د نړيوال کيدو سويې په لوړېدو سره دغه سيمه په تيان جين ښار کې تر ټولو لويه هغه سيمه ګرځېدلې چې پکې د ٣٣ هېوادونو او سيمو ٢ زره بهرنيان په دايمی توګه ژوند او کار کوي.

ښاغلی لونتينس په ريښتينی توګه له چين څخه واټنونه او لېريتوب احساس نه کوي، ځکه لسګونه کاله مخکی يی د چين په شانګهای ښار کې کار کاوه ، که څه هم په چين کې يی د څو کلونو لپاره ژوند کړی، خو لاهم يی د چين د بدلونونو په هکله حيرانتيا څرګنده کړه.هغه وويل لسګونه کاله مخکی که بهرنيانو په شانګهای ښار کې کار کړی وې،نو ور ته معلومه به وي چې په چين کې د ژوند اجازې تر لاسه کول يو پېچلی کار وې.خو اوس په تيان جين ښارکې د ژوند د اجازې بهير اسان دی چې دا په چين کې د اوسيدو لپاره يو ستر بدلون دی.

ښاغلی لونتينس د تيان جين د تای دا په اقتصادی او تخنيکی سيمه کې د خپل کار د يادونې په ترڅ کې وويل شل کاله مخکی می ژوند اسان نه و،په مغازه کې هغه شيان لږ و چې ور ته بهرنيانو اړتيا ور ته درلوده، خو اوس دغه حالت بدل شوی او په سيوپرمارکټ کې هر څه زيات شوي دي.

له دی امله چې په تيان جين ښار کې يې د اوسيدو وخت اوږد نه دی، نو ښاغلی لونتيس د

تيان جين له زياتو ځايونو سره ډېره مينه لري او غواړي چې په دغه ښار کې له لوی ديوال او زړو لارو څخه ليدنه وکړي.

د تيان جين ښار په چين کې يوه زړه صنعتی اډه ده او هم يو هنری ښار دی،د ده په أند دوديز کلتور د يو ښار روحيه ده،نو هېله من دی چې تيان جين خپل دوديز کلتور ته پرمختګ ور کړي.

د چين د کرنيزی جنترۍ له مخې روان کال د موږک په نامه کال دی چی خلکو ته نيکمرغی رسوي.ښاغلی لونتينس د دغې مرکې په پای کې هېله څرګنده کړه چې له خپل کار څخه ښې پايلې تر لاسه کړي او زمونږ اوريدونګی هم په نوی کال کی په سالمه توګه پرمختګ وکړي.