<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-10 20:03:39    
شينجيانګ په چين کی د مرغانو ليدلو لپاره يو ډير ښه ځای دی

cri

چين په نړۍ کې يو داسی هېواد دی چې پکی د موجودو مرغانو ډولونه تر ټولو زيات دی او څه نا څه يو زر او دوه سوو ډولونو ته رسيږی٠ د چين په پراخه سيمه شينجيانګ کې څه دپاسه ٤٠٠ ډول وحشی مرغان ژوندکوی چې د سپينې زاڼی، تورې زاڼی او تورې غاړه لرونکی زاڼی په ګډون هغه مهم مرغان هم پکې شامل دي چې د دولت لخوا تر لومړی درجې ساتنې لاندی دي٠ د شينجيانګ د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والی او له مرغانو سره د مينې او ساتنې په هکله د وګړيو شعور د لوړتيا تر څنګ شينجيانګ ته د راتلونکو مهاجرو مرغانو شمير کال په کال زياتيږی چې له دې امله شينجيانګ د مرغانو ليدولو يو ډير ښه ځای ګرځيدلی دی٠ شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسی په دې هکله يو راپور واوری٠

د چين شينجيانګ د مهاجرو مرغانو د تګ راتګ يوه مهمه لار ده او د دغې سيمې د ايلی او تاريم سيندونه او د بوستن جهيل په شمول يو شيمر جهيلونه او لاندې سيمې د مهاجرو مرغانو ښه تم ځايونه دي٠ د مرغانو د څيړونکو کارپوهانو د شميرنې له مخی، هر کال د څه نا څه سلو ډولونو څه دپاسه دوه سوه زره مهاجر مرغان دغو ځايونو ته ورځی٠ اوس په شينجيانګ کې د مرغانو ليدنه د ساعت تيرۍ د يو ډول سالم فعاليت په توګه روانه ده چې وګړي ور ته ډيره پاملرنه کوی او ور سره ډيره مينه لری٠ دغه راز مخ په زياتيدونکي خلک غواړی چې د مرغانو د کتونکو په ډلو کې ګډون وکړي٠ د شينجيانګ د مرغانو ليدونکو د ټولنې غړې شيا يونګ وويل:

ٌ پخوا مونږ د ساعت تيرۍ لپاره کله نا کله په شپه کی د اور په شاخوا کې راغونډيدو او يو کال وروسته مو د مرغانو کتلو يوه دری کسيزه ډله جوړه کړه ٠ اوس د دغې ډلې غړي له لسو تنو څخه زيات دی ٠ هر کله چې مونږ په خپلو فعاليتونو کی ځينی هغه مرغان ليدل چې پخوا مو نه و ليدلی، اړوند کتابونه او مأخذونه به مو لوستل ترڅو د مرغانو په هکله لا زيات معلومات ترلاسه کړو٠ ٌ

د مرغانو ليدونکې ډلې غړي ګيو جيون د مرغانو د ساتنې په برخه کی يو نامتو شخصيت دی ٠ هغه په ٢٠٠٤ کال کې د خپلو پيسو په لګولو سره د وحشی مرغانو په څيړنه پيل وکړ چې له څه دپاسه څلورو کلونو راهيسی د ده ټول فارغ وختونه له خپل کور څخه بهر تيريږی٠ د ٢٠٠٦ کال په نوامبر کی ښاغلی ګيو جيون د بريتانيا د مرغانو له ليدونکی کارپوه کولين پول سره يوځای د شينجيانګ د کلامری سيمې ته ولاړ او هلته يې د کلامری سيمې له لارې هند او پاکستان ته د مهاجرو مرغانو د الوتنې ښکلی منظره وليدله ٠ هغه وويل:

ٌ په هغه وخت کې هوا ډيره سړه وه ، مونږ پر يو لوڅ ډبرين غره باندی د کلامری سيمې له پاسنی هوا څخه د داړونکيو مرغانو د تيريدو حالات وکتل٠ د چمن ټپوسان او تور بازان چې په مغولستان او سابيريا کی بچيان روزی، د ژمی د تيرولو لپاره د کلامری له لارې هند او پاکستان ته الوزی٠ مونږ وليدل چې ډير زيات داړونکي مرغان ډله ډله له پاسه تيريدل ، هغه منظره ډيره ښکلې وه٠ ٌ

شينجيانګ جغرافيايی ځانګړتيا لری، د تيرې پيړۍ له نهمې لسيزې راهيسی د شينجيانګ په زياتو سيمو کې د اورښت کلنی اندازه د پخوا په پرتله په سلو کی شل يا ديرش زياته شوې چې له امله يې د وحشی مرغانو د ژوند او ډيروالی لپاره ښه ايکولوژيکی چاپيريال برابر شويدی٠ د يو شمير هغو جهيلونو مساحت چې په تيرو زياتو کلونو کې يې اوبه کمې او حتی وچې شوې، په پرله پسی توګه پراخ شوی ، که له ليری وکتل شی، نو داسی ښکاري چې اوبه او ابی اسمان سره يو ځای شوی دي٠ دغه ښکلی منظره د طبيعت مينه والو لپاره د مرغانو کتلو جنت ګرځيدلی دی٠

د تير کال په جون کی د شينجيانګ د مرغانو د کتونکو ټولنې غړی جانګ ياو دونګ تر نورو دمخه د شينجيانګ د مرکز اوروموچی ښار ته نژدی د اوبو په يو بند کی يو ډول هغې وحشی هيلۍ وليدلې چې سر يې سپين او لکۍ يې کلکې دي، دغه ډول هيلۍ په نړۍ کی هم لږ ليدل کيږی٠ ده د څه دپاسه دريو مياشتو کتنې له لارې کشف کړې چې دغه ډول هيلۍ د بچيانو روزلو له لاری په پر له پسی توګه زياتې شوي او د څه دپاسه څلويښتو وحشی هيليو يوه ګله رامنځ ته شوې ده٠

سپين سر او کلکه لکۍ لرونکی هيلۍ په چين او ټوله نړۍ کی د هغو ژويو د ليستونو په سره کتاب کې شاملې شوې چې د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دی٠ د شميرنې له مخی په ټوله نړۍ کې د دغه ډول وحشی هيليو شمير يوازی اته زره دی او په أسيا کې يوازی پنځوس موجود دی٠د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د چين شينجيانګ په سيمه کی د دغه مرغانو د تم کيدو نښې ليدل کيږی٠