د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کرنيزو چارو وزارت اړوند چارواکي د مارچ په لسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه: تېر کال د چين د کرنيزو توليداتو په سوداګرۍ کې منفی توازن په لويه اندازه زيات شوی، خو د غلودانو صادراتی اندازه د وارداتي اندازې په پرتله لا هم ډېره زياته وه.
د کرنيزو چارو وزارت اړوند چارواکي له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل: تېر کال د چين د کرنيزو توليداتو د سوداګرۍ عمومی ارزښت له اته اويا مليارډو امريکايی ډالرو څخه زيات شوی و چې په کې منفی توازن څلور ميليارډو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی. دغه راز په تېر کال کې د چين د غلودانو صادراتي عمومی اندازه لس مليون ټنو ته رسيدلی وه او وارداتی عمومی اندازه يی له يو مليون او شپږ لکه ټنو څخه ټيټه وه.