د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميسيون غړی او د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کميسون د لومړنی غونډې د رئيسه ډلی مشر جيا چينګ لين او د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميسيون غړی او د ګوند د تګلاری او قانون د مرکزی کميټې منشی جو يونګ کانګ د مارچ په ١٠ نېټه په جلا جلا توګه په بېجينګ کې د چين د نوی دورې ملی ولسی کانګرس په لومړنی غونډه کې د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکی سيمی او د هی لونګ جيان ولايت د استازيو ډلو په بحثونو کې ګډون کړی٠
جيا چينګ لين د نينګ شيا استازيو ډلی په بحثونو کې وويل روان کال د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکی سيمی د جوړېدو ٥٠ کاليزه ده ، هغه هيله لری چې د نينګ شيا د اقتصاد د پرمختګ لار بدله شي ، د وګړيو د ژوند ضمانت وشي او ملی وحدت رامنځته شي٠