<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-10 20:39:38    
د ګونګ وانګ فو کور

cri

د چين په لرغونۍ زمانه کې د امپراتور او د هغه له مېرمنو او زامنو پرته، هېڅوک په امپراتوری ماڼۍ کې نه شوای اوسېدای، نو ځکه د امپراتور نورو خپلوانو بايد په خپل کورنه يا ماڼۍ جوړولی، نو په دې توګه د اشرافايانو کورونه رامنځته شوي دي. نن ورځ د بېجينګ په ښار کې د لرغونيو اشرافايانو څه دباندی شپېته کورونه ليدل کېږي چې ګونګ وانګ فو هم همداسی يو کور دی.

د بېجينګ د لرغونيو اشرافايانو هغه کورونه چې د چينګ لړۍ پر وخت جوړ شوي، ټول د ښار دننه پراته دي. ځکه چې په هغه وخت کې د چين حکومت په بېجينګ ښار کې د وګړيو د استوګنې په اړه جدی محدوديت درلود. د چينګ په امپراتوری لړۍ کې د بېجينګ ښار په مرکزی سيمه کې امپراتوری ماڼۍ، دباندی يې امپراتوری ښار ګوټی چې د مرکزي حکومت بېلا بېل وزارتونه په کې جوړ شوي دي، دغه راز د امپراتوری ښار چاپېر چې دننی ښار بلل کېږي او اشرافايان په کې اوسېدل او بهرنۍ برخه وه چې د هان قوم او نورو ملی لږکيو وګړي په کې اوسېدل.

ګونګ وانګ فو کور چې د شه چا های ډنډ د شمالی غاړې تر څنګ جوړ شوی، په بېجينګ حتی چين کې زيات شهرت لري. دغه کور چې د پخوا په شان ښه ساتل شوی، په ختيځو، منځنيو او لويديځو دريو برخو ويشل شوي دي. په منځنۍ برخه کې

ستر سالون، د شا خوا سالون او يوه ودانۍ ليدل کېږي چې اوږدوالی يې يو سل او شپېته مترو ته رسېږي او څه دباندی څلويښت کوټې لري. په ختيځو او لويديځو برخو کې په جلا جلا توګه درې انګړونه جوړ شوي دي. د دغه کور وروستۍ برخه د ګلانو باغ دی چې په شلو سره بېلو ټوټو ويشل کېږي.

د چينګ په لړۍ کې دوه مشهور چينايان په ګونګ وانګ فو کور کې اوسېدلی چې يو يې هه شن او بل يې يی شين نومېده. هه شن د چين په تاريخ کې په فساد کې ښکېل يو ډېر مشهور لوړ پوړی چارواکی و چې د ده د ژوند پر وخت په دغه کور کې شپاړس مليون ګرامه سپين زره زېرمه شوي دي. يی شين د چينګ لړۍ په پای کې يو مشهور اشرافی و چې بهر ته يې د ورخلاصون په اړه زياتې تګلارې جوړې کړې دي.

د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په پنځمه نېټه د ګونګ وانګ فو کور د ترميمولو پروژه پيل شوې او د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې بشپړه شوې چې د چين حکومت په دې برخه کې دوه سوه او اويا مليون يوانه لګولي دي.