<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-10 20:49:52    
د ملی ولسی کانګرس استازيو د استخدام د پراخوالی لپاره خپل وړانديزونه کړي دي

cri

د چين د نوې دورې د ملی ولسی کانګرس لومړۍ کلنۍ غونډه اوس په بيجينګ کې تر سره کيږي او ور سره د چين مرکزی حکومت د روان کال د استخدام موخه ټاکلې چې د پخوا په پرتله لوړه ده. د دغه کانګرس ځينو استازيو وويل له دغې موخې څخه د روانې دورې حکومت هغه اداري افکار څرګند شوی چې پکې استخدام د خلکو د ژوند بنسټ بلل کيږي او په جلا جلا توګه يې وړانديزونه کړي دي.

صدراعظم ون جيا باو په خپل کاری راپور کې وويل چې روان کال د چين د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ يوه ټاکلی موخه دا ده چې په ښارګوټو او علاقه داريو کې د استخدام شويو کسانو شمېر لس مليون تنه زيات شوی چې دغه اندازه د پخوا په پرتله يو مليون تنه زيات شوې ده.

ښاغلی لی لی چې د بيجينګ په جنوب په چينګ هه يوان سيمه کې ژوند کوي، له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې باور څرګند کړ چې موخه تر سره کيدای شی چې له امله يې د څو څو ځلو بی کارۍ کيدو وروسته د ده ملګری بيا استخدام شوی او ده هم د ښه کار موندلی دی. هغه وويل څو کاله مخکی زمونږ شرکت د بدې ادارې له امله بند شوی و چې له امله يې مونږ ټول همکاران بی کاری شوي و. په ٢٠٠٧ کال کې د چين د سيلانۍ ادارې د ځينو لارښوونکيو راغونډولو غوښتنه وکړه، ما هم د دغه فرصت په وړاندی د لارښوونکيو د روزلو په درسونو کې ګډون وکړم اواوس د لارښوونکو په په اړوندو کارونو بوخت يم.

د چين د ملی ولسی کانګرس د استازې جو سو مين په أند د استخدام په اړه روانه

موخه د پخوا په پرتله بېله ده او ور څخه څرګند شوی چې د چين حکومت د استخدام په اړه د څو کلنی مثبتې تګلارې له پلی کولو وروسته په دغه ساحه کې د فشارونو پر کمولو باور لري.

په تېرو پنځو کلونو کې د چين د اقتصاد پرمختيايی انډول په سلو کې ١٠ ساتل شوی چې له امله يې د استخدام زيات فرصتونه برابر شوي دي.مهمه خبر دا ده چې حکومتی څانګو د استخدام يو لړ تدبيرونه نيولی دي.

دا د پاملرنې وړ ده چې له روان کال څخه د استخدام په پرمخبيولو کې د قانون د پلی کولو له امله د استخدام په اړه پخوانی تګلاره د قانون په چوکاټ کې شامله شوې

د چين د کار او ټولنيز ضمانت چارو وزير تيان چنګ پينګ وويل د چين په ښارګوتو او علاقه داريو کې د وزګارو کسانو انډال په ثابته توګه کمه شوې چې په سلو کې ٤ ته رسيدلی ده.هغه وويل اوسني حکومت د خپل واګ له پنځو کلونو راهيسی د استخدام کارونو ته په درنه سترګه کتلی چې له امله يی ٥١ مليون تنه وګړي استخدام شوي او په تېر کال کې د نويو استخدام شويو وګړيو اندازه ١٢ مليون او ٤٠ زره تنو ته رسيدلی ده.

که څه هم د استخدام په برخه کې ښې پايلی تر لاسه شوې ، خو ريښتينی خبر دا ده چې چين يو مليارډ او دری سوه مليون تنه نفوس لري چې په نړۍ کې يې نفوس تر ټولو زيات دی او دا نيت لري چې له اړتياوو څخه د کاري ځواک برابرۍ د زياتوالی حالت به په دايمی توګه موجود وي.نو ښايی چې د استخدام وضعه به هم ښه نه وي.

د دغه حالت په وړاند د چين صدراعظم ون جيا باو په ټينګه سره وړانديز وکړ چې د چين حکومت به د استخدام د پرمخبيولو لپاره ډېر کوششونه وکړي.