د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځی کميټې مشر هو جين تاو د مارچ په لسمه نېټه په بېجينګ کې ټينګار وکړ چې چين بايد د دفاعی چارو او ځواکونو د جوړولو لپاره هڅې وکړي چې د هېواد د امنيت او د نړۍ د سولې د ساتلو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.
رئيس هو جين تاو دغه څرګندونې د چين د يوولسمی دورې د ملی ولسی کانګرس په لومړنی غونډه کې د چين ولسی ازادی بښونکی اردو د ډلې په عمومی ناسته کې وکړې.