د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي بان کی مون د مارچ په لسمه نېټه د يو تازه راپور په خپرولو سره وويل د نړيوالې ټولنې له خوا د سياسی ثبات او اقتصادی پرمختګ په اړه د افغانستان تړون له لاسليکونې دوه کلونه وروسته د افغانستان سياسي حالت لا تر اوسه هم له سختې ننګونې سره مخامخ دی.
سرمنشي بان کی مون په دغه راپور کې ويلي چې طالبان، نورې وسله والې ډلې او د نشه يی توکيو معاملې د افغانستان بې ثباته سياسي حالت، اقتصاد او ټولنيز نظام ته سخت ګواښ کوي. که څه هم د افغانستان ملی پوځ او په دغه هېواد کې نړيوال امنيت مرستندويه پوځ ځيني برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو د حکومت ضد وسله والو ډلو ته يې بشپړه ماته نه ده ورکړې.
ده زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد په پر له پسی توګه له افغانستان سره خپل تماس پياوړی وساتي او مرستندويه هېوادونه بايد د افغانستان له اړتياو سره سم د مرستې اغېزه پياوړې او همغږې کړي. م م به له دغه هېواد سره د نړيوالو مرستو په همغږۍ کې لا لوی رول ولوبوي.