د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملی کمېټې مرستيال شې جن هوا د مارچ په يوولسمه نېټه څرګنده کړه د چين حکومت يو مسؤليت لرونکی حکومت دی او غواړی له نورو هېوادونو سره يو ځای د اقليم بدلون په برخه کې خبرې اترې، تګ راتګ او تخنيکي همکاری تر سره کړي.
ښاغلي شې جن هوا په همدې ورځ د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل د چين حکومت د اقليم له بدلون سره د مقابلې کارونو ته په درنه سترګه ګوري او په فعاله توګه په اړوندو څواړخيزو خبرو اترو او د دوه اړخيزې همکارۍ په چارو کې ګډون کوي. چين به په راتلونکي کې اړونده نړيواله همکاری پياوړې کړي.