د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس او د ولسي سياسي مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کمېټې لومړيو کلنيو غونډو چېن په دې وروستيو کې پيل شوې د زياتو بهرنيو خبري رسنيو پام راجلب کړی دی. بهرنيو رسنيو په تېره بيا په چين کې د شتمنو او بيوزلو وګړيو ترمنځ د توپيرونو ليري کولو او د ټولنيز ضمانت د پياوړتيا په شمول تدبيرونو ته زيات پام اړولی دی.
د سينګاپور د ليان هه ځاو بان ورځپاڼې خبر ورکړ چې د پراخې ځمکې نيولو لپاره د کورونو ويجاړولو، د خوړو امنيت، ټولنيزې بيمې او د ايکولوژيکی چاپېريال خرابوالي په شمول مسئلې د چين د قانون جوړولو ارګان لپاره د کار عمده ټکي دي.
د جاپان د توکيو شيمبون او يوميورو شيمبون ورځپاڼو په شمول خبري رسنيو په چين کې د خلکو ژوند د هغو مسئلو په اړه خبرونه يا راپورونه خپاره کړي چې د حکومتی کار په اړه د صدر اعظم ون جيا باو په راپور کې يې يادونه وشوه.