<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-11 18:41:26    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو همکار ښارونه

cri

د سياليو د ترتيب له مخې، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبې به نه يوازی په بېجينګ ښار کې تر سره شي. بلکی په هغه وخت کې به د فوټبال برخه ايزی سيالی د چين په تيان جين، چن هوانګ داو، شانګهای او شن يانګ ښارونو کې پر ځای شي، د بيړۍ چلولو سيالی به په چينګ داو ښار کې تر سره شي او داس سپرلۍ سيالی به په هانکانګ کې تر سره شي. که څه هم دغه شپږ ښارونه د اولمپيک لوبو عمده کوربه ښارونه نه دي، خو د دوی نومونه به خامخا د اولمپيک لوبو په تاريخ کې پاتی شي.

چينګ داو ښار د ارام سمندر په لوېديځه غاړه کې پروت دی او دلته باد او د اوبو بهير ثابت دی، نو د بيړۍ چلولو سيالی د تر سره کولو لپاره يو ښه ځای بلل کېږی. چينګ داو ښار د بېجينګ اولمپيک لوبو د همکار ښار په توګه له ټاکنې وروسته، د پرمختګ ډېر فرصتونه تر لاسه کړی دي. د چينګ داو ښاروال شيا ګنګ وويل

په وروستيو کلونو کې د اولمپيک لوبو تر اغېزې لاندی زموږ ښار چټک پرمختګ موندلی او د وګړيو په ژوند کې ډېر بدلونونه هم راغلي دی. د وګړيو عايدات په دوامداره توګه زياتېږی، په تېرو څلورو کلونو کې د چينګ داو په ښار او کليو کې د خلکو عايدات په جلا جلا توګه په سلو کې پنځلس اعشاريه يو او يوولس اعشاريه اته زيات شوی چې زياتوالی يې د تېرو نورو مودو په پرتله ډېر چټک دی.

خو د چينګ داو ښار تر ټولو ستر بدلون ښاري بڼه ده. د يوې شمېرنې له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې چينګ داو ښار د اولمپيک لوبو د تياريانو لپاره د ښار ابادۍ په برخه کې شل مليارډ يوانه لګولی، د درملنې، کلتور او ترانسپورت په ساحو کې د دغه ښار پانګونې هر کال په منځنی ډول څلويښت سلنه زياتې شوی. اوس چينګ داو ښار نړيوالو ته بلنه ور کړي چې د ٢٠٠٨ کال په دوبۍ کې له دغه ښار څخه ليدنه وکړي.

په ٢٠٠٥ کال کې د اولمپيک نړيواله کمېټه په يو سل او اوولسمه غونډه کې په دې اړه موافقې ته ورسيده چې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د اس سپرلۍ سيالی د چين په هانکانګ کې تر سره شي. د چارواکيو په اند، د سپرلۍ سل کلن دود لرونکی هانکانګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اس د سپرلۍ سيالی د پر ځای کولو لپاره مناسب ځای دی.

د هانکانګ د اولمپيک کمېټې مشر هو جن تينګ وويل په هانکانګ کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اس سپرلۍ سيالی تر سره کېدل د هانکانګ لپاره په سپورتي برخه کې ډېر اهميت لري. هغه وويل

په هانکانګ کې د اس سپرلۍ سيالی د تر سره کولو له لارې به له خپل وطن سره د هانکانګيانو د پېژندلو احساسات پياوړی شي. په تيره بيا د ځوانانو لپاره زيات اهميت لري.

د ٢٠٠٧ کال د جولای په اوومه نېټه په هانکانګ کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د اس سپرلۍ سيالي لپاره ډګر او د تمرينونو تاسيسات بشپړ شوي دي.

فوټبال په اولمپيک لوبو کې تر ټولو اوږد مهال سيالی ده. شانګهای،

شن يانګ، چن هوانګ داو او تيان جين څلورو ښارونو کې به د فوټبال تقريبا لس سيالی تر سره شي. دغه ترتيب به نه يوازی د سيالی اړتيا ده، بلکی ډېر زياتو چينی وګړيو ته به د اولمپيک لوبو خوشحالی ور په برخه کړي .

دغو څلورو ښارونو د اولمپيک لوبو د فوټبال سيالی د کوربه توب په اړه تاوده احساسات څرګند کړل. د شانګهای ښاروال هان جنګ وويل

زما په اند، د شانګهای په شان يو ورخلاص نړيوال ښار بايد د دغو نړيوالو سياليو د تر سره کولو له لارې د چين د اصلاحاتو او ور خلاصون نوی بڼه او د شانګهای نوی بڼه څرګنده کړي.

پوښتنې:

١. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د شپږو ملګرو ښارونه کوم دي؟

٢. د بېجينګ د اولمپيک لوبو کومه سيالی به په هانګ کانګ کې تر سره شي؟