<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-11 18:34:06    
جانګ ژونګ سو په تېرو دېرشو کلونو کې د شتمنيو تر لاسه کولو لپاره کوشش کړی دی

cri

په ١٩٧٨ کال کې د ١٨ کلن جانګ ژونګ سوو ذهن ته داسې فکر نه و راغلی چې ژوند به يې د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو په بهير کې بدل شي. په تېرو دېرشو کلونو کې ښاغلی جانګ له يوسرتيری څخه اوس د هېواد د ملی ولسی کانګرس پر يو استازی بدل شوی او تل يی په دی فکر کې و چې څنګه شتمن شی او نور خلک هم په ښه او اسانه توګه ژوند وکړي.

په ١٩٧٨ کال کې ١٨ کلن جيانګ ژونګ سو په پوځ کی د دريو کلونو لپاره خدمت وکړ . هغه وويل په هغه وخت کې د کليوالو ځوانانو لپاره يوازنی لاره دا وه چې په پوځ کې خدمت تر سره کړي.نو ځکه دی هم په پوځ کې پاتی شو.

د ١١ مې دورې د چين د کمونسټ ګوند د درېيمې غونډې تر سره کولو له امله د خلکو مفکوره بدله شوه. په کورنيو چارو کې د بدلونونو په احساسولو سره د ده داسې مفکوره پيدا شوې چې بېرته خپل ټاټوبی ته ستون شی. هغه وويل چې په هغه وخت کې د دغې مفکورې لامل په کليوالو سيمو کې د پرمختيايی فرصت احساسول و.

د هېلې رښتيا کيدو په کتلو سره د جانګ ژونګ سو په شان ډېرو زياتو ځوانانو شتمنيو د تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړ او په همدی وخت کې بېلا بېلو حکومتونو د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلاره پلی کړه. په ١٩٨٠ کال کې جانګ ژونګ سو د پوځ لپاره خپل خدمت پای ته ورساوه او ويی غوښتل چې يو باروړونکی موتړ واخلي. نو دی موخې ته د رسيدو لپاره يې پرېکړه وکړه چې د سکرو په کان کې کار وکړي.ځکه

د باروړونکی موټر اخيستلو په موخه به په دغه ځای کې له کار کولو څخه زياتې ګټې تر لاسه کړي. ښاغلی جانګ هم له دغې لارې خپله اسره پيدا کړی وه.

له ١٩٨٢ کال څخه تر ١٩٨٦ کاله پوری د مرکزی حکومت له خوا د لومړۍ شمېره په نامه د پنځو سندونو په خپرولو سره په کليوالو سيمو کې د اقتصادی اصلاحاتو لپاره ښه زمينه برابره شوه او د شتمنېدو فرصتونه هم زيات شول. په ١٩٨٧ کال کې جانګ ژونګ سو د تر لاسه شويو ګټو له لاری د ډبرو يوه فابريکه جوړه کړه چې له امله يې د خپلې شتمنۍ بنسټ کېښود او يو مشهور وګړی وګرځېد.

په ١٩٩٢ کال کې د چين د کمونسټ ګوند د ١٤ مې دورې ملی ولسی کانګرس د سوسياليستی او بازاری اقتصاد نظام د اصلاحاتو موخې له ټاکلو وروسته د شتمنيو تر لاسه کولو لپاره د خلکو شوق او ذوق زيات شوی. په ١٩٩٣ کال کې جانګ ژونګ سوو پر ونو د اتو شاړو غرونو پوښتلو او د ميوو ونو د کرلو مشری وکړه چې په پايله کې يی د ده د کلی وضعه ډېره ښه شوه.

په ١٩٩٧ کال کې جانګ ژونګ سو له کليوالو وګړيو سره يو ځای د ٩ کيلو مترو په اوږدوالی د لارو غځولو لپاره هڅه وکړه. د دغې لارې د پرانيستنې له امله د ده په کلي کې د سيلانۍ او ځنګلونو په شمول چارو پرمختګ کړی چې وګړی اوس له بی وزليتوب څخه وتلی دي.