<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-11 18:55:59    
د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملې کميټې استازې فان بېنګ بېنګ

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. فان بېنګ بېنګ چې د چين د سياسی مشورتی کنفرانس له دوه زره او دوه سوه او اوه ديرشو استازيو څخه يوه ده، د چين د نړيوالې راډيو د روسيې ژبې په څانګه کې يوه مشهوره ويانده ده. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دغه غونډه کې د فان بېنګ بېنګ د يوې ورځې ژوند څرګند کړم.

د ٢٠٠٨ کال د مارچ درېيمه نېټه د چين د سياسی مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې د لومړۍ عمومی غونډې د پرانيستلو ورځ وه. ټاکل شوې وه چې دغه غونډه به د همدې ورځې له غرمی نه وروسته پرانيستل شي، خو فان بېنګ بېنګ لا هم سهار وختي له خوبه پاڅېده. دی وويل:ډيره خوشحاله يم چې په دغه غونډه کې به ګډون وکړم. نو سهار ژر له خوبه پاڅېدم چې د غونډې لپاره تياری ونيسم.

د نورو استازيو په شان مېرمن فان له دغې غونډې څو ورځې مخکې د ځينو سندونو د مطالعې لپاره د بېجينګ د هوا ژيون په هوټل کې اوسېده. دې وويل:

اړوندې خواوې د دغې غونډې له پرانيستلو نه مخکې د چين د کمونست ګوند د اوولسمی ملی کانګرس د روحيې، د اړوندو قوانينو او د سياسی مشورتي کنفرانس د منشور د مطالعې لپاره د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس او د يوولسمې دورې سياسی مشورتې کنفرانس استازي سره راټول کړيدي. استازي به د دغه فرصت له لارې يو د بل سره خبرې اترې کولای شي چې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره لا ښه وړانديزونه وکړي.

د دغې غونډې د دوه زره او دوه سوه او اوه اتيا تنو استازيو تر ډيره حده خپل وړانديزونه تيار کړي دی. د دغو وړانديزونو محتويات له بېلا بېلو موضوعاتو سره د بيلګې په ډول له سياست، اقتصاد، ټولنې، کلتور او سپورت سره تړاو لری. هر وړانديز بايد د جدي څارنې او څيړنې له لارې او د زياتو کسانو نظريو په راغونډولو سره رامنځته شی. فان بېنګ بېنګ وويل: 

اوس د بېلا بېلو هېوادونو خلک غواړي د چين د بېلا بېلو ساحو معلومات تر لاسه کړي. خو اوس دوی ته د معلوماتو برابرولو لارې چارې محدودې شوې دی. زما په اند، دا د چين پر تاريخ، کلتور او پرمختګ باندی د دوی د پيژندنې او زموږ ترمنځ د تګ راتګ لپاره ګټوره نه ده .

نو مېرمن فان بېنګ بېنګ حکومت ته وړانديز کوی چې په بېلا بېلو عصری لارو چارو د نورو هېوادونو خلکو ته د چين په هکله ډول ډول معلومات ورکړي. دې وويل: حکومت بايد په دغو چارو کې لا زياتې پانګې ولګوي. لومړی، بايد دې ته پاملرنه وکړي چې په بهرنيو خپرونو کې زموږ د هيواد د کارکوونکو لا زيات ملاتړ وکړي. دوهم، موږ بايد د موبايل ټيليفون په وسيلې د راډيويي او ټلويزيوني خپرونو په ګډون د يو شمير عصری تکنولوژۍ د پرمختګ لپاره هڅه وکړو.

نور ډېر زيات استازي د فان بېنګ بېنګ له دغه وړانديز څخه ملا تړ کوي. د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملي کميټې غړي او له نورو هېوادونو سره د چين د دوستانه ټولنې مشر جن هاو سو وويل: زما په اند، پر دغه وړانديز بايد په جدی توګه غور وشي. اوس زموږ هڅه د دغه وړانديز د بشپړولو لپاره ګټور اسانتياوې برابرې شويدي ، خو مهمه خبره خو دا ده چې له کومې لارې دغه وړانديز ريښتيې بڼه غوره کړي.

د مارچ په درېيمه نېټه د چين د سياسی مشورتې کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې لومړنی کلنی غونډه پرانيستل شوه. د دغې غونډې پرانيستونکو مراسمو د همدې ورځې له غرمی نه وروسته له دريو بجو نه تر پنځو بجو پورې دوام وکړ.

په تېرو پنځو کلونو کې د استازيو لخوا د وړاندی شويو وړانديزونو په سلو کې نهه نوی برخه پلی شوی ده.