<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-11 18:56:53    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو يو لړ خبرونه

cri

د اولمپيک لوبو او چين په نامه يو لړ کتابونه به ګام په ګام خپاره شي.

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اولمپيک لوبو او چين په نامه يو لړ کتابونه به په نژدی راتلونکې کې خپاره شي چې بهرنيو لوبغاړيو، خبريالانو او سيلانيانو ته د چين په هکله معلومات وړاندی کړي.

د چين د مطبوعاتی او نشراتسي ادارې مشر ليو بين جي دغه څرګندونې د مارچ په اوومه نېټه په بېجينګ کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وکړې.

د معلوماتو له مخې: په دغو کتابونو کې د چين له تاريخ، کلتور او اوسنيو حالاتو څخه پرته د خلکو د ژوند او سيلانی معلوماتو يو شمير خدمتی معلومات هم شامل دی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامې کميټې چاوراکي وايی چې د اولمپيک لوبو په موده کې به ترانسپورتي مسئله په ښه ډول حل شي.

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي کميټې اجرايوی مرستيال وانګ وې د مارچ په شپږمه نېټه څرګنده کړه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به ترانسپورتي مسئله په ښه ډول حل شي.

په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د رارسيدو سره سم، خلک د بېجينګ ترانسپورتي حالت ته ډېره پاملرنه کوي. ښاغلي وانګ وې له خبريالانو

سره د مرکې په ترڅ کې وويل: بېجينګ به د اولمپيک لوبو په موده کې د اولمپيک لوبو د موټرونو لپاره ځانګړی لارې پرانيزی چې لوبغاړی او نندارچيان په ټاکلی وخت کې لوبغالو ته ورسوي. بر سيره پردې، بېجينګ به په هغه وخت کې د ترانسپورت د لارښوونې په اړه يو لړ تدبيرونه ونيسي. نو د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به ترانسپورت په ښه توګه تامين شي.

د اټکل له مخې: په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې څه د باندی شپږ لکه تنه بهرني لوبغاړی، چارواکي او نندارچيان بېجينګ ته راشي. د بېجينګ حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د ترانسپورتي اساسی تاسيساتو د بشپړيدو لپاره يو سل او لس مليارډ يوانه پانګې لګولی دی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مرکزي سټېډيوم پروژه به په می کې بشپړه شي.

د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د بېجينګ د ساختمانی چارو کميټې د مارچ په اتمه نېټه خبر ورکړ چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مرکزي سټېډيوم پروژه به د می په مياشت کې بشپړه شي.

له پلان سره سم د روان کال په لومړنيو دريو مياشتو کې به د سټېډيوم د يو لړ سيستمونو او د پرانيستونکو مراسمو د صحنې په ګډون د دغې پروژې يو شمير برخې بشپړې شي. بر سيره پردې، د اولمپيک باغ، د غونډې د دولتی مرکز، د اولمپيک لوبو د لوبغاړيو د کليو او د خبري رسنيو کليو پروژې به د روان کال په مارچ او يا اپريل کې په کار ولويږی.