<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-11 19:27:44    
چين به تل له انرژۍ څخه د سپمولو او د ککړو توکيو د خپراوې اندازې کمولو پر تګلارې ټينګار وکړي.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: ګرانو اوريدونکو، اوس به يوه تبصره واورئ چې عنوان يی دی : چين به تل له انرژۍ څخه د سپمولو او د ککړو توکيو د د خپراوې اندازې کمولو پر تګلارې ټينګار وکړي. زموږ د انرژۍ حالات ډېر سخت دی او د چاپيريال د ساتنې په ساحو کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ يو.

د چين د ملی ولسی کانګرس استازي چن جيان شنګ دغه څرګندونې د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس په لومړنۍ کلنۍ غونډه کې وکړې. په روان کال کې د چين د ملی ولسی کانګرس او د ولس سياسی مشورتې کنفرانس په کلنيو غونډو کې برخوال استازي او غړي د انرژۍ د سپمولو او چاپيريال ته د ککړو توکيو د ايستلو د کمولو په اړه مسئلو ته ډېره پاملرنه کوي.

د چين د ولسي سياسی مشورتی کنفرانس غړي وانګ شي چې د چاپيريال ساتنې قانون په اړه کارپوه دی، تل د انرژۍ د سپمولو او چاپيريال ته د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو تګلارې پلی کولو ته پاملرنه کوي. هغه خبريال ته وويل: اوس د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د انرژۍ څخه د سپمولو او چاپيريال ته د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو تګلاره په ښه توګه پلې شوی ده. په ٢٠٠٧ کال کې په چين کې د لومړی ځل لپاره له انرژۍ څخه د کورنيو توليداتو د واحد ارزښت د استفادې اندازه او د عمده ککړو شويو عمومی شيانو د ايستلو اندازه په ګډه ټيټه شوې ده او دا څرګندوي چې د چين تګلارې په دغې ساحې کې لومړنۍ مثبته پايله تر لاسه کړې ده.

اوس د چين په بېلا بېلو ساحو کې د انرژۍ د سپمولو او چاپيريال ته د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو فعاليتونه تر سره کېږي. د چين د ملی ولسی کانګرس استازي لي يونګ ليانګ چې د چين د ګوانګ دونګ ولايت د شي جه لانګ په نامه د ډله ايز محدود شرکت مرستيال دې، روښانه کړه چې اړونده تګلاره په دغې تصدۍ کې پلې شوې ده. ده وويل:په تېرو دوو کلونو کې مو دغه تګلاره پلی کړی ده. که څه هم د خوراکونو تصدۍ د سکرو او د بريښنا توليد له تصديو څخه بېلې دی. پخوا زموږ فابريکې له ډيرو اوبو څخه استفاده کوله. خو د تکنولوژۍ په پرمختګ سره مو له اوبو څخه د استفادې اندازه او د ککړو شويو اوبو د ايستلو اندازه هم کمه کړې ده.

په چين کې د بېلا بېلو ساحو د ګډو کوښښونو په رڼا د چين لخوا د انرژۍ د سپمولو او د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو کارونو برياليتوب تر لاسه کړ. په ٢٠٠٧ کال کې په چين کې له انرژۍ څخه د کورنيو توليداتو د واحد ارزښت د استفادې اندازه په سلو کې دری اعشاريه اوه ويشت او د سلفر دوه اکسايد د ايستلو عمومی اندازه په سلو کې څلور اعشاريه شپږ شپيته ټيټه شوې وه.

د چين صدراعظم ون جيا باو د چين د ملی ولسی کانګرس د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د حکومت د کاری راپور په خپرولو سره د انرژۍ د سپمولو او چاپيريال ته د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو په اړه لس موثرې لارې چارې وړاندی کړې . ده وويل: 

موږ بايد د انرژۍ د سپمولو او د چاپيريال د ساتلو په اړه د خلکو فعاليتونه وهڅوو. موږ بايد تل پر دغې تګلارې ټينګار وکړو چې زموږ د هېواد

چاپيريال تل پاک وساتل شي.

انرژۍ د سپمولو او چاپيريال ته د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو په اړه د چين تدبيرونو او ټينګې ارادې د نړيوالې ټولنې ستاينې تر لاسه کړي دي. په چين کې د تانزانيا لوی سفير عمر رامادحان ماپوري چې د کتونکی په توګه د چين د ملی ولسی کانګرس په کلنۍ غونډه کې ګډون کړي وويل: 

د چين د حکومت په کاری راپور کې يو شمير تګلارې وړاندی شوی دی، دغه تګلارې به د چين د اقتصادی پرمختګ په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي. اوس چين نه يوازی په ساده توګه د اقتصاد د پرمختګ چټکتيا ته پاملرنه کوي، بلکې د اقتصاد د پرمختګ کيفيت، د چاپيريال ساتنې او د انرژۍ سپمولو ته هم په درنه سترګه ګوري. دغه تګلارې نه يوازی د چين ، بلکې د نړۍ د پرمختګ لپاره هم ډېرې مهمې دی.