د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د مارچ په يوولسمه نېټه د دغه هېواد د پنجاپ ولايت په مرکز لاهور کې د چاودنې سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې چاودنې او بريدونه به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې د دغه هېواد د باور مخه ونه نيسي.
پرويز مشرف په همدې ورځ اړوندو څانګو ته حکم ورکړ چې په جدی توګه پلټنه وکړي او د چاودنې تر سره کوونکيو ته سزا ورکړي. هغه د پنجاپ ولايت له حکومت او امنيتی څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د ټپيانو ښه درملنه وکړي او تر وسی پوري د چاودنو او بريدونو مخه ونيسي.
په لاهور کې په همدې ورځ سهار دوې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه شل تنه پکې ووژل او سل تنه نور ټپيان شول.