د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م سرمنشي بان کی مون د مارچ په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په پاکستان کې د هغه ترهګر بريد سخته غندنه وکړه چې له امله يې زياته مرګ ژوبله رامنځته شوه.
په اعلاميه کې د بې ګناه او عامو وګړيو په وړاندی د دغه بريد سخته غندنه شوې او د مړو شويو کسانو له کورنيو سره خواخوږي او همدردي څرګنده شوې ده. بر سېره پر دې، په دغه اعلاميه کې د پاکستان دغه حالت ته پاملرنه شوې چې په وروستيو څو مياشتو کې د ترهګرو بريدونو پېښې په کې زياتې شوې او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د پاکستان د حکومت او وګړيو د ګډو کوښښونو هرکلی په کې شوی دی.