د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جې چه د مارچ په دوولسمه نېټه څرګنده کړه چې سوله ايز پرمختګ، تګ راتګ، د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري او همغږي په نوې موده کې د چين د ديپلوماسۍ نوې مفکوره ده.
نوموړي په همدې ورځ د يوولسې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين به په دايمي توګه پر سوله ايز پرمختګ ټينګار وکړي. د نړۍ نه يوازې پرمختيايي بلکې پرمختللي هېوادونه بايد د سوله ايز پرمختګ پر لار چټک ګامونه واخلي او په سوله ايزو لارو چارو خپل منځۍ مسئلې حل کړي چې له مخې يې په سوله کې ګډ ژوند او پرمختګ وکړي.