<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-12 17:31:20    
چين به د دولتي شورا په سازمانونو کې اصلاحات ترسره کړي

cri

د روانې مياشتې په ١١ نېټه د چين د ملی ولسی کانګرس په يوه غونډه کې دولتی شورا د خپلو ارګانونو د اصلاحاتو په اړه يوه لايحه وړاندې کړه چې له مخې يې له ١٩٨٢ کال راهيسي د مرکزي حکومت د اړوندو څانګو شپږم خپل اصلاحات ترسره کړي . د څيړونکو په اند چين به د دغو اصلاحاتو له لارې د خدمتی حکومت د جوړښت په موخه د اداري ميکانيزم د اصلاحاتو پرلار ګام پورته کړي .

د چين د دولتي شورا غړي او سرمنشي هوا جيان مين په همدې ورځ د دولتي شورا د اصلاحاتو لايحه يادې شوې غونډې ته بيان کړه اويی ويل :

د دولتي شورا د سازمانونو اصلاحات به د حکومت د رول د بدلون او د بېلابېلو څانګو د مسؤليت او اړيکو د ښه والي لپاره د لويو څانګو يو مناسب ميکانيزم پيدا کړي چې له مخې يې د عمومي کنترول د څانګو رول ښه، د انرژۍ او چاپيريال اداري څانګې پياوړې، د صنعتي او معلوماتي کېدنې او د ترانسپورټ اداري ميکانيزم بشپړ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ټولنيزې ادارې او عام خدمتي څانګې پياوړې او تنظيم کړي.

د يادې شوې لايحې له مخی به دولتی شورا د صنعتی او معلوماتی کېدنې، ترانسپورټ او وړلو راوړلو، د پرسنلونو سرچينو او ټولنيز ضمانت، چاپيريال ساتنې او د استوګنځايونو او ښارونو او کليو د ابادۍ په ګډون پنځه نوي وزارتونه جوړ کړي .

دغه راز دولتي شورا به لوړ پوړی مشورتي ارګان يعنی د انرژۍ ملي کمېټه جوړه کړي . د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې تر لاندې به د انرژۍ ملي اداره هم جوړه شي . برسېره پردی،د خوراکونو او درملونو د څارنې او ادارې ملي څانګه به د عامې روغتيا وزارت له خوا اداره شي. دغه راز دولتي شورا به د ٢٧ څانګو له خوا جوړه شي .

د چين د اداري چارو پوهنځی پروفيسر وانګ يو کای څرګنده کړه چې د دولتي شورا اصلاحات د حکومت د ابادۍ لپاره ګټور دي . هغه وويل :

داسي اصلاحات به د حکومت د بېلابېلو څانګو ترمنځ د دندو تر سره کوونک همغږی وکړي چې د حکومت د رول د لوړوالي اود لګښت کموالي لپاره به ګټور وی .

د دولتي شورا د اصلاحاتو پلان په بيان ليک کې د عمومي کنترول د څانګو تنظيم ځانګړې يادونه شوې ده . هوا جيان مين وويل :

د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټه بايد خپله رول بدل کړي چې په عمده توګه عمومي کنترول، د ملي اقتصاد عمومی برابري، د اقتصاد د پرمختګ په بهير کې د سترو مسئلو منځګړيتوب،وړاندوينه او معلوماتي لارښونه او د بېلابېلو سيمو ترمنځ د پرمختګ سره همغږی کړي. په همدې مهال کې به د يادې شوې کميټې پر غاړه تفصيلی اداري چارې او د منظورولو دندې کمې شي.

د انرژۍ ملي کميټې او ملی ادارې جوړښت ډېره پاملرنه هم ځان ته راجلب کړې ده . د ياد شوي پوهنځی پروفيسر وانګ يو کای وويل چې اوس چين په نړۍ کې د انرژۍ برابرولو او مصرفولو دوهم لوی هېواد دی چې د نفتو په سلو کې پنځوس برخه له بهر څخه واردوي . له ياد شوي عمل څخه د چين هغه مفکوره څرګندېږي چې د انرژۍ امنيت ملي ستراتيژي بلل کېږي .

برسېره پردی، د چاپېريال ساتنې ملي اداره به په يو وزارت بدله شي. له دې څخه څرګندېږي چې د چين حکومت به د چاپېريال ساتنې او ايکولوژيکي چاپيريال ښه چارې پياوړی کړي . د استوګنځيو او ښارونو او کليو ابادۍ د نوي وزارت جوړښت دا معنی لری چې د چين حکومت د خلکو د ژوند مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي .

د دولتي شورا د اصلاحاتو لايحه د ملي ولسي کانګرس د استازيو ډير ملاتړ ترلاسه کړی دی . د ګان سو ولايت استازي ليو جي وويل :

د اصلاحاتو له دغې لايحې څخه د هيواد د دايمي پرمختګ مفکوره څرګندېږي چې له مخې به يې د هېواد عمومی کنترول پياوړی او د اداري ارګانونو رول بيا تنظيم شي. زما په أند، د ځينو وزارتونو تنظيم او جوړښت ډېر ښه دی.

د لياو نينګ ولايت استازې مېرمن وانګ جون ليان د يادې شوې لايحې ستاينه وکړه او و يې ويل:

زه فکر کوم چې دغه لايحه د سوسياليزم له اوسني بازاري اقتصادی نظام سره سمه جوړه شوې چې له مخې به يې اصلاحات نه يوازی په چټکه، بلکې ثابته توګه تر سره شي، نو ځکه دغه لايحه د پلی کېدو وړ ده.

د خبر له مخې، ملی ولسی کانګرس به د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د دولتی شورا اصلاحاتو د لايحې په اړه رايه ورکونه تر سره کړي. که دغه لايحه تصويب شي، نو اړوند اصلاحات به هم په رسمي توګه پلي شي.