<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-12 19:06:01    
د چين د ٌ شه ٌ د قوم په باب معلومات

cri

د ٌ شه ٌ قوم څه دپاسه شپږ لکه ديرش زره تنه نفوس لری او د جنوبی چين د فو جان، جه جيانګ، جيانګ سی، ګوانګ دونګ او ان خوۍ ولايتونو په غرنيو سيمو کښی اوسيږی٠ دوی عمومأ په کرنې لاس پوری کوی او په ځنګلدارۍ هم لګيا دی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری، خو قومی ليک دود نه لری٠ د دی قوم خلک د اسلافو پرستش کوی٠

د ٌ شه ٌ د قوم د نارينه وو لباس د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ له کاليو سره توپير نه لری ، خو ښځې يی خپل قومی لباسونه لری٠ دوی عمومأ هغه خاص لباس اغونډی چه مخکښنی لمن يی پراخه او لستوڼی يی تنګ وی او پر ګريوان ، کف او ښی لمن باندی يی ښکلی حاشيې لګيږی، د ځوانو او پاخه عمرلرونکو ښځو پر کاليو باندی پلنې حاشيې لګيږی او سپن سری يی نری حاشيه لرونکی لباس او لنډ پطلون اغوندی او خپلې پښې په پايتاوو پيچی

د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د هر کال د دريمی ماشتې دريمه ورځ د ٌ شه ٌ د قوم عنعنوی اختر دی، په دی ورځ کښی هر کور د ملمستيا دپاره تور وريجی پخوی يا يی د تحفې په توګه دوستانو ته ورکوی او يا خو د خپلو اسلافو د درناوی او يادونې په خاطر په نورو ويشی٠ د تورو وريجو د پخولو طريقه دا ده چه لومړی د يو ډول خاصې ونې تورې پاڼې ميده کيږی او په اوبو کښی بخيږی، بيا د پاڼو بقايا ايستل کيږی او په پاتی شويو تورو اوبو کښی سريښناکه وريجی پخيږی٠ دغه تورې وريجی ډيرې خوندورې وی او په څو ورځو کښی هم نه خرابيږی٠

د خپل قوم د بانی ٌ پان هو ٌ تصويرونه د ٌ شه ٌ قوم د ايمان عمده نښه ده٠ وايی چه په تايخ کښی پان هو د خارجی تيری سره د مقاومت په برخه کښی له امپراطور سره قوی مرسته وکړه او بری يی وموند، نو امپراطور خپله دريمه لور پان هو ته ور واده کړه٠ پان هو له واده نه وروسته له خپلې ښځې سره غرونو ته په کډه ولاړ او دری زامن او يوه لور يی وزيږيدل چه د نسلونو په زياتيدو سره د ٌ شه ٌ قوم رامنځ ته شو٠ نو د دې قوم اسلافو پر ټوکرانو باندی د پان هو د روايتونو په باب څلويښت رسمونه وکښل او نسل په نسل راپاتی شويدی٠ دغه راز د ٌ شه ٌ قوم په خلکو کښی د خپل بنسټ ايښودونکی پان هو په باب سندره هم ويل کيږی٠ په دی سندره کښی د پان هو افسانوی بيوګرافی ترسيم شوی او له دښمنانو سره د شجاعانه مجادلې کولو او د نسلونو د پيدا کولو په باب د ده سترې کارنامې ستايل شويدی ٠

د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د هر کال د دوهمې مياشتې دوهمه ورځ د ٌ شه ٌ د قوم يو بل عنعنوی اختردی چه د خپلوانود پوښتنې اختر ياديږی٠د نسلونو د زياتيدو په اثر د دی قوم خلک د جنوب ختيځ چين په بيلا بيلو ځايونو کښی اوسيږی، څرنګه چه د دوی بيلا بيلې اوسيدونکی سيمې يوه له بلې څخه ډيرې ليری دی، نو د دوی دپاره د خپلوانو د احوالو پوښتنه کول يو مشکل کار دی، نو ځکه دوی دا اختر ټاکلی دی چه تر اوسه پوری څه دپاسه دوه سوه کلن تاريخ لری٠ د اختر په ورځ کښی د دی قوم خلک له بيلا بيلو ځايونو څخه د کوړمې په معبد کښی راغونډيږی تر څو چه له خپلوانانو سره وګوری او يو د بل د احوالو پوښتنه وکړی٠ د اختر ماښام د اشارتی کارتوسونو له پورته کيدو سره د ٌ شه ٌ قوم کليوالان ډله په ډله د ډيوو او څراغونو په وړلو سره د بيلا بيلو کليو ترمنځ تګ راتګ کوی او په دی وخت په غرنيو درو کښی د اختر د نمانځنې دپاره د توپونو ډزې کيږی او اتاشبازی يا اورلوبی پورته کيږی٠