<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-12 19:13:09    
په چين کې د يو مليون تنه ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د مور سيند د ساتلو زيات فعاليتونه تر سره شول

cri

د ٢٠٠٨ کال د مارچ نهمه نېټه د مور سيند ساتلو اوومه ملی ورځ وه. د چين په ځينو ښوونځيو، ټولنيزو سيمو او علاقه داريو کې د اوبو سپما، د اوبو سرچينو د ساتلو د ونو او وښو کرلو او ساتلو په اړه د يو مليون تنه ماشومانو او ځوانانو ترمنځ زيات فعاليتونه تر سره شول.

د چين د هو نان ولايت د چانګ شا، جو جو او شيانګ تن په شمول شپږو ښارونو کې د چاپېريال ساتلو داوطلبانو د واورو او باران له سخت اورښت وروسته د ونو ايښودلو او وښو کرلو او ساتلو فعاليتونه تر سره کړل. د ځنګلونو، کرنيزو چارو، اوبو لګولو او چاپېريال ساتلو په ساحو کې سل تنه کارپوهانو يوه ډله جوړه کړه او د مارچ په پنځمه نېټه يې د شيانګ جيانګ سيند په اوږدو کې په ناورين ځپلو سيمو کې د ونو او وښو او ککړتيا له حالاتو څخه په ليدنې کتنې پيل وکړ.

د شانګهای ښار د چاپېريال ساتلو داوطلبانو هم د اوبو سرچينو پاکولو او ساتلو يو فعاليت تر سره کړ چې له مخې يې د بايسکل د سپرلو مينه والو د مور سيند په اوږدو کې بايسکل وځغلولو په فعاليت کې برخه واخيسته او د فعاليت په ترڅ کې يې د مور سيند اهميت تبليغ کړ.

د چونګ چينګ ښار څه دپاسه زر تنه داوطلبانو او په دغه ښار کې د چين د هانکانګ، مکاو، تايوان يا نورو هېوادونو زده کوونکيو او نړيوالو داوطلبانو په شمول نژدی پنځه سوه تنو د شی يونګ وی په نامه د اليکترونيکی چارو په صنعتی سيمه کې د اوبو ارزښت پېژندنې او له ځنګلونو څخه د يو ډک ښار جوړولو په نامه فعاليت تر سره کړ. بر سېره پر دې، په دغه ښار کې د ماشومانو او ځوانانو د نړيوال تګ راتګ شينه کور فعاليت په رسمی توګه پرانيستل شو او په پرانيستونکو مراسمو کې يې زيات شمېر ماشومانو او ځوانانو نژدی درې زره نيالګي کېښودل.

په چينګهای ولايت کې د درېو سيندونو ګډې سرچينې ته د ارزښت ورکولو او د مور سيند ساتلو په نامه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې د ځوانانو ټولنې نقاشانو، محصيلينو او زياتو ماشمومانو په يو ستر ټکر کې نقاشۍ وکړې چې اوږدوالی يې سل مترو ته رسېږي. پر دې سر بېره د وګړيو ترمنځ د چاپېريال ساتلو په اړه زيات غوره عکسونه وښودل شول چې له بېلا بېلو ټولنو څخه د دريو سيندونو ګډې سرچينې ته د پاملرنې او ساتلو غوښتنه په کې شوې ده.

د مور سيند ساتلو يو لړ فعاليتونه د چين د کمونستو ځوانانو ډلې د مرکزي کمېټې په شمول د اتو اړوندو ارګانونو له خوا ترتيب شوي چې له مخې يې ماشومانو او ځوانانو ته د چاپېريال ساتلو په اړه زيات معلومات ورکړي شي او د مور سيند د ساتلو لپاره خدمتونه تر سره شي. روان کال د دغه فعاليت سرليک اوبو ته په درنه سترګه کتل او د ايکولوژيکی تمدن ابادی ده.