<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-12 19:54:20    
موږک او طب

cri

سږ کال د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د موږک کال دی . پخوا وګړيو د ناروغيو خپريدا له امله له موږک څخه نفرت کاوه ، خو د طبي چارو د پرمختګ سره سم په لابراتور کې موږکانو د انسان د روغتيا لپاره ستر خدمتونه ترسره کړيدي.

د شانګهاي په يو لابراتوار کې ډاکتر دين يو چيانګ داسی ازموينه کوی چې څو موږکان يې د ځمکې له سطحې څخه د يو متر په لوړوالي د صليب په بڼه يوې صحنې ته ايښي ، د صحنې يوخوا بند شته او بله خوا بند نشته . څو موږکان د بند ترڅنګ پټ دي او نور څو موږکان هغې خوا ته لوبې کوي چې بند نشته .د ډاکتر دين په وينا هغه موږکان چې د بند په خوا کې پټ دي ، طبي روزنې يې منلي دي چې د دغو موږکانو چلند د انسان روحي خپې ته ورته دی.

ده وويل موږکان زموږ په لابراتوار کې د خفګان او انديښنې په ګډون د انسان د روحي ناروغيوپه څيړنه کې کارول کېږي . د ډاکتر دين د أزموينې په شان هره ورځ د چين او نړۍ په زياتو لابراتوارونو کې ترسره کېږي. له شلمې پيړۍ راهيسې موږکان هم د انسانانو د ناروغيو څيړنيزه وسيله ده او هم د درملو د اثرونولابراتواري ازمويونکي دي ، نو ويل کېږي چې موږکانو پر ناروغيو باندی د انسان د غلبې کولو لپاره ستر خدمتونه ترسره کړيدي .

په بېجينګ کې د چين د جندګانو ازمويښتي مرکز د طبي څيړنې په ټولنه کې ډير مشهور دی او په تيرو لسو کلونو کې يې بی شميره موږکان بيلا بيلو لابراتوارونو ته برابر کړي دي. د نوموړي مرکز مشر وانګ جين هن وويل زموږ د مرکز عمده دنده د ډول ډول موږکانوراغونډول ،ساتل او اخيستل دي چې کورنيو او بهرنيو

اخيستونکيو ته غوره ازمويښتي موږکان برابر شی. د نامکملې شميرنې له مخې د مرکز له جوړيدو راپدې خوا د شلو ولايتونو پنځوسو لابراتوارونو ته ديرش زره موږکان برابر شويدي.

ولی په لابراتواري أزموينه کې موږک انتخابيږي ؟ لامل يې دا دی چې موږک ډيرې ښيګڼې لری . لومړی دا چې زيات جينونه يې له انسان سره يو شان دي . دوهم دا چې د نورو غولانځه لرونکيو ژويو په پرتله د موږکانو د تکثيرولو ځواک ډير قوي دی ، نو د ازموينې لپاره مناسب دی. سربيره پردې موږک وړوکې دی او روزنه يې هم اسان دی او د درملو اثرونه ددوی پر بدن ژر څرګنديدای شی.

خبريال وليدل چې دغه مرکز د پنځه ستوريز هوټل په شان ډير پاک دی او د هوا تودوخه هم پکې معتدله ده . د موږکانو خوراکونه هم د ځانګړې څانګې لخوا برابريږي او مرکز ته د ليږدولو مخکې د راډيواکتيف وړانګو لخوا ضدعفوني شويدي . د موږکانو د څښاک اوبه هم خالصې پاکې اوبه دي او حتی بوتلونه يې هم ضدعفوني شويدي.د موږکانو ساتونکي هره ورځ له موږکانو سره د تماس نيولو مخکې بايد غاښونه پاک کړي ، حمام وکړي او بيا ځانکړي کالي واغوندي . د نوموړي مرکز يو څيړنمل جانګ يې بين وويل موږ هره ورځ د کار مخکې خپل ويښتان دوه ځله ، بدن په صابون مينځو او نوکونه هم په برش پاکوو. لنډه دا چې ټول بدن بايد په پوره توګه ومينځو.

د يو موږک منځنی عمر عمومأ دوه کاله دي او د ازموينې لپاره د سپين رنګ موږک عمر له دوو کلونو څخه هم کم دی . نن ورځ به هغه موږکان چې ازموينې ډيرې ترسره شويدي ، په أرام ډول ووژل شی او مړي به يې د سوځولو لپاره ځانکړې فابريکې ته وليږل شی . د څيړنمل جانګ په وينا د کارپوهانو د وړانديز سره سم بايد په ازموينو

کې د ژويو کارونه کمه شی .خو په حقيقت کې دا شونتيا نشته چې په أزموينه کې ژوي و نه کارول شي .

موږک پر ناروغيو د انسان د غلبې کولو لپاره ستر خدمتونه ترسره کړيدي، نو انسان په ډول ډول شکلونو سره ازمويښتي موږکان يادوي . د چين په زياتو لابراتوارونو کې د موږک يادګارونه درول شوي دي . د بېلګې په توګه د چين د ګوانګ دونګ ولايت د طبي ازمويني د مرکز په کوچني ډګر کې د موږک يوه ميسي مجسمه ولاړه ده او دا جمله پرې ليکل شوي ده . د انسان لپاره فداکارو ژويو ته سلامونه وايو.