<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-12 19:47:32    
د چين په کليوالو سيمو کې د نوي ډول طبی همکارۍ نظام عادی بزګرانو ته ګټی رسوي

cri

له ٢٠٠٣ کال راهيسی د چين په کليوالو سيمو کې د نوی ډول طبی همکارۍ نظام ازمويل شوی او د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری دغه نظام په پر له پسی توګه بشپړ شوی چې د هېواد په سلو کې شپږ اتيا ولسواليو کې پلی شوی او له دغه نظام څخه د ګټی اخيستونکيو کليوالو اوسيدونکيو شمېر اوه سوه او دېرش مليون تنو ته رسېدلی دی. د چين د ان هوی ولايت له کلي څخه راغلی بزګر وانګ شاو کون يو داسی ناروغ دی چې له ياد شوی نظام څخه ګټه اخلي.

د مارچ شپږمه نېټه د چين د يوولسم ملی ولسی کانګرس د لومړۍ غونډې پرانيستلو دوهمه ورځ وه او په همدې ورځ وانګ شاو کون د بېجينګ په يو روغتون کې تر درملنې لاندی و. د ٢٠٠٧ کال په پای کې په ځايي کوچنی روغتون کې د وانګ شاو کون د سري سرطان تشخيص وشو. هغه د سی ار ای راډيو خبريال ته وويل (غږ)

په کليوالو سيمو کې د نوي ډول طبی همکارۍ نظام د پلی کولو له امله ما دا همت او زړورتيا ومونده چې د بيجينګ دري سوه او لومړي شمېره روغتون ته ولاړ شم. زه د هېواد له دغه نظام څخه ډېره مننه کوم چې له ما سره زياته مرسته کوي.

ياد شوی روغتون د چين د أزادۍ بخښوونکی پوځ عمومی روغتون دی چې د درملنې تاسيسات او سويه يې په هېواد کې تر ټوله غوره ده. خو وانګ شاو کون او د ده ميرمن د ان هوی ولايت د بو جو ښار د يو کلي عادی بزګران دي او دوه اولادونه لري چې هر کال د هر تن پر سر عايدات يوازی يو زر او پنځه سوه يوانو ته رسېږي. په دې شرايطو کې نوموړي څرنګه د دې توان وموند چې د چين د پلازمينې بيجينګ په دومره ښه روغتون کې درملنه تر لاسه کړې؟ د دغې پوښتنې ځواب د چين په کليوالو سيمو کې د نوي ډول طبی همکارۍ نظام دی. په دې هکله د چين د روغتيا وزارت د کليووالو اوسيدونکو د روغتيايی چارو اداری د طبی همکارۍ څانګې مشره ميرمن فو وی وايي په چين کې د ميکانيزم د بدلون او اصلاحاتو او د بزګرانو د اړتياوو له زياتوالی سره سره په کليوالو سيمو کې د نوي ډول طبی همکارۍ نظام په ٢٠٠٢ کال کې رامنځته شوی او په وروستيو کلونو کې په پرله پسی توګه بشپړ شوی او د چين له حالت سره برابر دی، د ټولنې او خلکو پراخ بنسټ لري او په سل ګونه مليون کليوالو اوسيدونکو ته ګټی رسوي.

د وانګ شاو کون په شان په چين کې زيات عادی کليوال اوسيدونکي له دغه نظام څخه ګټی اخلي. د وانګ شاو کون د ناروغی حالت ډېر سخت دی. خو ده په خوشحالۍ سره وويل ډاکتر وايي چې زما د ناروغی عمليات او درملنه شاو خوا اتيا زره يوانو ته اړتيا لري، د نوي ډول طبي همکارۍ د نظام له مخې به د درملنې لګښت په سلو کې ديرش برخه د دولت له خوا ورکول کېږي، نو د دغې ښېګڼې له مخې زه ديرش زره يوان سپمولی شم او هم يې له امله تر زياتې اندازې پورې زما بار کمېږي.

د وانګ شاو کون د ټاټوبی حکومت د ټاکنې له مخې په دغه طبي نظام کې ګډون کوونکي کليوال وګړي هر کال يوازی لس يوانه لګوي او په ځايي روغتون کې د ناروغۍ درملنې په وخت کې به په سلو کې شپيته لګښت د حکومت له خوا ورکول شي او که له ټاټوبي پرته په نورو ځايونو کې يې درملنه کېږي، نو په سلو کې ديرش لګښت به يې د حکومت له خوا ورکول کېږي. د وانګ شاو کون لپاره سپمونکی ديرش زره يوان د نوموړي د کورنۍ د پنځو کلونو له عايداتو سره برابر دی.

په کليوالو سيمو کې د ياد شوی نظام پلی کولو له امله په وروستيو کلونو کې د چين د بيجينګ او شانګهای په روغتونونو کې کليوال وګړي ډېر زيات تر سترګو کېږي. ډاکتر چيو فنګ د بيجينګ د سمندري پوځ په عمومی روغتون کې کار کوي او په دې هکله خپل نظر لري. هغه وويل د پخوا په پرتله په وروستيو کلونو کې لا زيات کليوال وګړي د ناروغۍ درملنې لپاره بيجينګ ته راغلي او زيات شمېر يې د نوي ډول طبی همکارۍ په نظام کې ګډون کوي. دوی له دغه نظام څخه ګټې اخلي چې له مخې يې پر دوی د لګښت بار کمېږي، زه هم ډېره خوشحاله يم چې دغه حالت ګورم.

د چين په کليوالو سيمو کې د نوي ډول طبی همکارۍ نظام نه يوازی د چين کليوالو خلکو ته ګټی رسوي بلکې نور هېوادونه ستاينه کوي. په دې اړه زموږ اورېدونکي رفيع ألله مندوخيل وايي د چين د نوي ډول طبی همکارۍ نظام په واقعی توګه د چين بی وزلو کليوالو وګړيو ته ګټی رسوي او له دغه نظام څخه څرګندېږي چې د چين حکومت خلکو ته خدمت کوي. زما په نظر د بی وزلو وګړيو د ناروغيو درملنې په برخه کې افغانستان او نور پرمختيايی هېوادونه د چين له تجربو څخه ګټه اخيستلای شي.

د چين د روغتيا وزارت د کليووالو وګړيو د روغتيايی چارو ادارې د طبی

همکارۍ نظام څانګې مشره ميرمن فو وی هم ورته نظر څرګند کړ چې په نړۍ کې ځيني پرمختيايې هېوادونه کولی شي د چين د کليوالو سيمو د دغه طبی همکارۍ د نظام له اهميت او پايلو څخه په ګټه له خپل حالت سره يوه برابره تګلاره ومومي.