د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کلتوري چارو وزارت مرستيال جو هه پينګ د مارچ په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه: په تېرو څو کلونو کې چين په پر له پسی توګه د عام کلتوري سيستم د جوړولو لپاره کوښښونه کړي او ښه پايله يی تر لاسه کړې ده.
ښاغلي جو هه پينګ له بهرنيو او کورنيو خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه: چين په تېرو څو کلونو کې د عامه کتابتونونو، کلتوری مرکزونو او موزيمونو په ګډون زيات کلتوری تاسيسات جوړ کړي دی. د چين په کلتوري چارو کې پانګونې ګام په ګام زياتېږي. له ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠٠٦ کاله پورې د هېواد په کلتوري چارو کې د عمومی پانګو د زياتوالي کلنې انډول په سلو کې له لسو څخه اوښتی دی.