<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-13 17:52:58    
د چين د مذهبی ټولنو سوله ايزه کميټه له بهر سره د دوستانه اړيکو د ټينګيدو لپاره د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس يوه مهمه صحنه ده

cri

اوس د چين د ملی ولسی کانګرس او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس کلنۍ غونډې په بيجينګ کې روانې دي . په دغو استازيو او غړيو کې د بوديزم، تاويزم،اسلام عيسوی او مسيحی مذهبونو څخه شخصيتونو د خلکو ډيره پاملرنه ځان ته ورجلب کړې . د دوی له خوا جوړه شوې سوله ايزه کميټه له بهر سره د دوستانه اړيکو د ټينګيدو لپاره د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس يوه مهمه صحنه ده .

د چين د مذهبی ټولنو سوله ايزه کميټه په ١٩٩٤ کال کې د چين د بوډايی مذهب مشر جاو پوچو په بلنه جوړه شوې وه او موخه يی د نړۍ د سوله ايزو چارو د ساتنې، د نړۍ له بېلابېلو مذهبی سازمانونو او شخصيتونو سره د اړيکو د ټينګېدواو د نړۍ د سولې د پياوړتيا لپاره د چين د بېلابېلو مذهبونو او د دوی د پلويانو يووالی او هڅول دی دی . د دغې کميټې اوسنی مشر د چين د مسيحی مذهب مشر نوي کلن دينګ ګوانګ شون دی .

د دغې کميټې دايمی مرستيال او د چين د بودايی ټولنې مرستيال شنګ هوی څرګنده کړه چې دغه کميټه د چين د خلکو د هيواد پالنې او يووالی سازمان يعنی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوې برخې په توګه د دغه سازمان د کارونو د نوښت يو ځلانده ټکی دی . هغه وويل :

دغې کميټې د مشر دينګ ګوانګ شون او د مشرتابه غونډې په مشرۍ د دوستۍ، سولې،پرمختګ او همکارۍ په موخه د اصولو د ټينګېدو او د دوستانو د زياتوالی په هکله نوی پرمختګ او برياليتوبونه ترلاسه کړی دی. دغه کميټه له بهر سره د

دوستانه اړيکو د ټينګېدو لپاره د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس يوه مهمه صحنه ده .

له بهر سره د اړيکو د ټينګېدو په ساحه کې د نړيوالو مذهبونو په سوله ايزه غونډه او د أسيايی مذهبونو په سوله ايزه غونډه کې ګډون کول د دغې کميټې مهم فعاليت دی .

روان کال به دغه کميټه په فلپين کې د أسيايی مذهبونو د سوله ايزې اوومې دورې غونډې کې ګډون وکړي چې په هرو پنځو کلونو کې يو ځل ترسره کيږی . په دې اړه د چين د مذهبی ټولنو د سوله ايزې کميټې سرمنشی او د چين د اسلامی ټولنې مرستيال يو جن ګوی وويل :

د نړيوالو مذهبونو د سوله ايزې غونډې له پنځو سيمه ايزو سازمانونو څخه د أسيايی مذهبونو سوله ايزه غونډه د أسيا په مذهبی ساحه کې يو اغېزمن غيرحکومتی سازمان دی . په ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کال کې د چين د مذهبی ټولنو سوله ايزې کميټې د أسيايی مذهبونو له سوله ايزې غونډې سره د تايوان،دالای لاما او فالون ګونګ مسئلو په اړه يادداشت او اضافی سند لاسليک کړی چې زموږ له اصولو سره سمون خوری او د أسيايی مذهبونو د سوله ايزې غونډې په بېلابېلو غونډو کې د ګډون لپاره يی ښه بنسټ ايښی دی .

د چين د مذهبی ټولنو د سوله ايزې کميټې دايمی مرستيال او د چين د بوډايی مذهب ټولنې مرستيال شنګ هوی وويل :

دغه کميټه له بهر سره د اړيکو د ټينګېدو،د هېواد د يووالي د ساتنې،د ټولنې د هوساينې د پياوړتيا او د نړۍ د سولې د ساتنې او پرمختګ په ساحو کې ډير مهم او ځانګړی رول لوبوی .

هر کال به د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې په غونډه کې به د مذهبی

ټولنو سوله ايزه کميټه د نړۍ د سولې په اړه سلامشوره کوی او د نورو هېوادونو له مذهبی ټولنو سره د تګ راتګ د تجربو تبادله هم کوي . د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د سږنی غونډې سرمنشی جنګ وان تونګ د دې ستاينه وکړه او ويی ويل :

مذهبی ټولنې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس يوه مهمه برخه ده او د چين د پنځو مذهبونو استازی د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس په دغه لوی کور کې ګډ ژوند او همکاری کوی دغه راز د يووالی او دېموکراسۍ پر اصولو د ټينګېدو سره د سياسی مشورې، دېموکراتيکې څارنې او په سياسی چارو کې د ګډون دندې پر غاړه اخلی چې د ملی يووالی،اقتصادی پرمختګ ، ټولنيز همغږۍ او د هيواد د يووالی لپاره يی ځانګړي خدمتونه کړی دی او کوی يی چې دا د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس يو تفوق او د چين د سياسی تمدن يوه ځانګړتيا هم ده .