<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-13 17:58:44    
سپين ږيري أس ورک شويدی

cri
وايي چه يو سپين ږيري د شمال لويديځ چين د لوي ديوال په اوږدو کي اوسيده ، يوه ورځ ناڅاپه دده يو أس وتښتيده او ورک شو ، ګاونډيانو د تسلي کولو دپاره دده کره ورغلل ، خو سپين ږيري بي اعتنا و او دوي ته يي وويل چه يو أس می ورک شويدی ، ښايي چه بختور کار وي ؟ ګاونډيان هيڅ مفهوم نه وو او مجبورأ دده له کوره ووتل . لږه موده وروسته نه يوازي دا چه ورک شوی أس پخپله بيرته راغی ، بلکي يوه بله أسه يي هم ورسوله . ګاونډيانو ور ته مبارکي وويله ، مګر هغه داسي وويل ښايي چه دا ښه کار نه وي بلکي به بخت کار وي . رښتيا وه چه څو ورځې وروسته دده زوي د سپرلۍ په وخت کي له أس څخه ولويد او ورون يي مات شو . نو ګاونډيانو بيا د تسليت دپاره ددهکره ورغلل ، خو سپين ږيري داسي وويل ښايي چه ددي بدبختۍ نه وروسته را ته نيکمرغي رانشي . ورپسې جګړه پيښه شوه او زيات شمير ځوانان په زوره د عسکري خدمت دپاره ونيول شول چه زياتره يي د جنګ په ميدان کي مړه او د خلکو زيات کورونه تباه شول . خو بختوره خبره داو ه چه د سپين ږيري زوي د أس څخه د سقوط له امله شل شو او له عسکري خدمت څخه بي برخه شو ، نو سپين ږيري او دده زوي روغ رمټ پاتي شول . ددې قصې له امله پخوا که څوک له مصيبت څخه مخامخ شو ، هميشه داسي يي وويل چه سپين ږيري أس ورک شويدی ، خو معلومه نه ده چه دا بدبختي ده يا نيکمرغي څو چه له ځانه تسلي کوي . خو په حقيقت کي دغه متل چه سپين ږيري أس ورک شويدی ، دا معني لري چه په نړی کې کارونه متغيير دي ، نو بايد دغه متل داسي وپيژندل شي چه بدبخت کار په نيک کار بدلی شي ، ښه کار هم په بدبخت کار . په بله ژبه بايد د علمي نظريو په واسطه د شيانو د پرمختګ او د تناقض د تبديلولو قانون وپيژندل شي . دغه نظريه بالکل غلطه ده چه د انسان په ژوند کي بدبختي او نيکمرغي قانون نه لري. په چين کي داسي اصطلاح هم شته چه وايي بدبختي د نيکمرغۍ په څنګ کي ده .