<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-13 20:41:43    
د جينګ قوم په اړه معلومات

cri

د جينګ قوم د چين يو کوچنی قوم دی چې نفوس يې څه دباندی شل زره تنه دی او د چين په جنوب کې د وان وی، وو تو او شان شين په دريو ټاپوګانو کې اوسيږی. په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغو دريو ټاپوګانو په جنوب کې د وان وی په نامه کلی کې د جينګ قوم وګړيو په اړه معلومات وړاندی کړم.

کله چې خبريال د وان وی کلي ته ورننوت، د لارې په دواړو غاړو کې ودانۍ قطار په قطار ولاړې دي چې د اروپا ساختماني بڼه لری او د ډېرو کورونو په وړاندی ګړندي موټرونه دريدلي دي . پوخې لارې د کلي هر ځاي ته غځيږي او يو شمېر کليوال ښار ته د کبانو په ليږدولو بوخت دي. د وان وی کلی مسئول سو مينګ فانګ خبريال ته وويل دېرش کلونه مخکې دغه کلی وروسته پاتی و ، وګړيو د کب نيولو له لارې ژوندکاوه. ځکه چې د سمندر په غاړه کې کر مناسب نه و، نو وګړيو د اوبو توليداتو په بدل غلې دانې لاس ته راوړې . ده وويل

په هغه وخت کې موږ يوازی د سمندری اوبو د ټيټېدو په حال کی بازار ته تلو او ترانسپورت مشکل و ..

ښاغلي سو مينګ فانګ وويل دېرش کاله مخکې د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارو په رڼا کې د جينګ قوم دريو ټاپوګانو ته تازګی رسيده. په تېره بيا د چين او ويتنام تر منځ سوداګری بيا پيل شوه او حکومت يو لړ امتيازي تګلارې

پلی کړي چې په پايله کې د جينګ قوم وګړيو د شتمن کولو باور پياوړی شوی دی. يو شمېر وګړي د اوبو توليداتو د چمتو کولو په چارو لګيا دي او يو شمېر يې له ويتنام سره په سرحدی سوداګرۍ لاس پوري کوي. پر دې سربيره د جينګ قوم د خپلو قومی ځانګړتياوو له برکته د سيلانۍ چارو په پرمختيا کې برخه اخيستې ده . د بېلګې په توګه د ها چانګ په بڼه د جينګ قوم دوديز فعاليت زيات شمير سيلانيان راجلبوي .

همدااوس مو د جينګ قوم وګړيو ها چانګ يوه برخه واورېدله. ها د جينګ قوم په ژبه کې د سندره ويلو مانا لري. د جينګ قوم وګړي له سندرو او نڅا سره ډېره مينه لري او د هرو لسو ورځو په موده کې د جينګ قوم ټول وګړي په داسې حال کې چې ښکلي کالي يې اغوستي ، سره راغونډيږي او په خوشحاليو سره سندرې وايي او نڅا کوی ، دا د ها چانګ فعاليت دی. ښاغلي سو مينګ فانګ وويل ها چانګ د دوی تر ټولو لوی اختر دی.

د سرحدی سوداګرۍ او سلانۍ چارې د وان وی د جينګ قوم وګړيو د ژوندانه د ښه والي لامل دی. د وان وی کلی د اوسنی حالت په اړه څلور شپېته کلن سپين ږيري جنګ شيان فانګ په خوښۍ سره وويل

زموږ ژوند ورځ په ورځ ښه کېږي. اوس زموږ په کلی کې په عصري ودانيو کې اوسيږي او موټرونه يې اخيستي دي . زما کور هم يوه دوه پوړيزه ودانی ده او يو ګړندی موټر او دوه موتوسايکلونه مو اخيستي دي . خو مخکې زموږ په کلی کې داسی کورنی نه ليدل کيده.

د معلوماتو له مخې، اوس د دغه کلي نوی سلنه وګړي په ښو ودانيو کې

اوسيږی او هر کور ټيلويزيون لري. په دغه کلی کې څه دپاسه دوه زره ګرځند ټيلفونونه شته، نو د وګړيو تر منځ د تماس نيولو لپاره ډېر اسان دی. په دغه کلی کې انټرنيټ هم کارول کيږي چې د وګړيو د بهرنی نړۍ د پېژندلو لپاره ډې ګټور دی.

د وګړيو د ژوندانه سويې له لوړولو وروسته، د دغه کلی مسئول د وګړيو د کلتوری فعاليتونو د رنګارنګولو لپاره کوششونه کړي دي. ښاغلي سو مينګ فانګ وويل

اوس موږ شتمن شوي يو، نو موږ غواړو چې د کلي د زړو کسانو لپاره د ساتېری مساعده زمينه برابره کړو. په ٢٠٠٧ کال کې څه دپاسه شل تنه زړو کسانو له بېجينګ څخه ليدنه وکړه چې زموږ هېواد د پرمختګ برياليتوبونه په خپلو سترګو وګوري چې د ليدنې لګښت يې د کلي لخوا ادا کيده. دوی خپل کلي ته تر ستنيدو وروسته ډېر خوشحاله وو. په راتلونکی کې به نور ډېر زاړه کسان د سلانۍ لپاره بيجينګ ته لاړ شی.

څلورشپېته کلن سپين ږيري جنګ شيان فانګ د تېر کال په جولای کې بېجينګ ته سفر وکړ او د بېجينګ ډېر منظره لرونکي ځايونه يې وليدل . هغه وويل په تېرو شپېتو کلونو کې مې هيڅ خيال او توان نه درلود چې بېجينګ ته سفر وکړم. نن ډېر خوشحاله يم چې زموږ د هيواد له مرکز بېجينګ څخه می ليدنه کړېده.

هغه نړيوالو دوستانو ته بلنه ور کړه چې د جينګ قوم له دريو ټاپوګانو څخه ليدنه وکړي. دلته ښکلي سمندري غاړې او طبيعي ځنګلونه شته او د سيلانيانو لپاره هر ډول انسانتياوې برابرې دي .