<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-13 20:47:10    
په شن جن ښار کې د ښکلي چين په نامه د ولسی دودونو کلي ته سفر

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين په جنوب د ګوانګ دونګ ولايت شن جن ښار په چين کې يوه لومړۍ ځانګړې سيمه ده. د شن جن ښار پرمختګ د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلی کېدو وروسته په چين کې د اقتصاد پوره پرمختګ يوه بېلګه ده. په دغه ښار کې د ښکلي چين په نامه د ولسی دودونو يو مشهور کلی شته چې د هېواد زياتې کوچنۍ شوې مشهورې منظره لرونکۍ سيمې په کې جوړې شوې دي. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به له تاسو سره يو ځای دغه کلي ته سفر وکړو او تاسو ته به يې په اړه معلومات وړاندی کړو.

د ښکلي چين په نامه د ولسی دودونو کلی د شن جن ښکلي خليج تر څنګ پروت دی. د کوچنۍ شويو منظره لرونکيو سيمو دغه کلی په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو زيات پراخوالی لري چې درې سوه زره مربع مترو ته رسېږي.

په دغه کلي کې د لوي ديوال او د جنګياليو او اسانو لرګيني يا ډبرينې مجسمې چې د چين د لومړي امپراتور له مړي سره خښې شوې وې، په چين کې تر ټولو لرغونی ډبرين پول، د ستورو کتنځی، لرګين څلی، امپراتوری ماڼۍ، د هاونګ ګو شو اوبځوړ، په چين کې د ځينو مشهورو امپراتورانو مقبرې، د کنفوسيوس معبد، اسمانی معبد، د تای شان غر، د يانګځه سيند درې تنګي او د هانګ جو ښار لويديځ ډنډ په شمول بېلا بېلې منظره لرونکي سيمې ليدل کېږي.

په دغه کلی کې پر کوچنيو منظره لرونکيو سيمو نه سر بېره هم د چين د ولسی دودونو يوه منظره لرونکۍ سيمه هم جوړه شوې ده. د دغه کلي اړوند چارواکي ښاغلي وانګ دن وويل

د ولسی دودونو منظره لرونکۍ سيمه خپله ځانګړتيا لري چې له مخې يې سيلانيانو ته د چين د دوديزو کلتورنو په اړه معلومات ورکوي.موږ د چين دوديز کلتوورنه او د نننيو کسانو ژوند سره يو ځای کوو چې په ترڅ کې يې سيلانيانو ته د کلتور ځانګړی سفر وړاندی کړو.

د ښکلي چين په نامه د ولسی دودونو په کلي کې د دوه ويشتو ملی لږکيو پنځه ويشت کلي جوړ شوي چې د بېلا بېلو ملی لږکيو د ځانګړو نندارو او لاسی مهارتونو د ښودلو او د ولسی اخترونو پر وخت د قومی فعاليتونو تر سره کولو له لارې په کې د چين د بېلا بېلو ملی لږکيو ځانګړي کلتورونه او دودونه څرګندېږي.

د چين د ملی لږکيو دوديزو کلتورونو ته د زياتو سيلانيانو د پاملرنې راجلبولو لپاره په دغه کلي کې هره شپه د خپل وطن د ستاينې لپاره د خيالی ښامار او چينی مرغه د نڅا په نامه لويه ننداره وړاندې کېږي. ښاغلي پنګ لی ټوله ورځ په دغه کلي کې تګ راتګ کړی، خو بيا يې هم غوښتل چې له خپلې نجلۍ ملګرې سره يو ځای دغه ننداره وګوري. ده وويل

زه په ځانګړې توګه له دغه کلي څخه ليدنه کوم. ما ته مې د نورو ملګريو له راتګ مخکې ويلي وو چې په دغه کلي کې نه يوازی ښکلې منظرې موجودې دي، بلکې د شپې په کې په زړه پوری لويه ننداره هم تر سره کېږي. نو ځکه موږ دلته راغلي يو.

د خپل وطن د ستاينې لپاره د خيالی ښامار او چينی مرغه د نڅا په نامه په دغه لويه ننداره کې چې پنځه پنځوس دقيقې دوام کوي او په چمتو کولو يې سل مليون يوانه لګېدلي دي، څه دپاسه پنځه سوه تنه هنرمندان د څه دباندی يو زر او دوه سوه بېلا بېلو جامو په اغوستلو سره په زړه پوری نندارې وړاندې کوي.

دغه لويه ننداره په دريو برخو ويشل کېږي او هنرمندان يې د اويغوری، بای، جوانګ او تبت قومونو په شمول له بېلا بېلو ملی لږکيو څخه راغلي دي.

ګرانو او محترامو اورېدونکو، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. که تاسو غواړئ په يو لنډ وخت کې د چين منظره لرونکې سيمې او ولسی دودونه له نژدی وګوري، نو په شن جن ښار کې د ښکلي چين په نامه د ولسی دودونو کلي ته سفر وکړئ او هلته د دغې نندارې له کتلو نه خوند واخلئ. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوي وی. هر چېرې چې وئ، روغ او خوشحاله اوسئ!