د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د توليداتو د کيفيت، پلټنې، څارنې او قرنطين ادارې مشر لي چانګ جيانګ د مارچ په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه: د چين د توليداتو کيفيت او د خوراکونو امنيت سويې د پر له پسی ادارې له لارې په لويه اندازه لوړې شوي دي.
ښاغلي لي چانګ جيانګ له بهرنيو او کورنيو خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه: د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونه د توليداتو کيفيت او د خوراکونو امنيت ته په ډېره درنه سترګه ګوري چې ښه کيفيت په ښه او چټکه توګه د اقتصاد د پرمختګ په بهير کې يوه مهمه دنده ګڼل کېږي. بر سيره پردې، د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو له خوا د توليداتو د کيفيت او د خوراکونو د امنيت په اړه د څارنې او ادارې کارونه په پر له پسی توګه پياوړی کېږي.