<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-13 20:27:12    
د چيني مشهورو شاعرانو او شعرونو په اړه معلومات

cri

چين د افغانستان او نورو هېوادونو په شان يو لرغونی متمدن هېواد دی او د تاريخ په اوږدو کې ډېر مشهور او نامتو شاعران پکې پيدا شوی وو چې شعر يې لا تر اوسه هم د خلکو په ژبو زمزمه کېږي٠ خو هغه لومړی مشهور شاعر چې چيو يون نومېده ، دوه زره دری سوه کاله وړاندی د چين د څوو نومی مملکت يو فاضل مامور و او د قانونی نظام د تدوين او بشپړتيا، د بااستعداده کسانو د معرفی کولو او د نورو ګاونډيو هېوادونو په همکاری يې د متخاصم هېواد چينګ د تيری سره د مقابله کولو ادعا درلوده٠ خو د ارتجاعی اشراف زاده ګانو سره د مبارزی په ترڅ کې د څوو پاچا د چيو يون صميمانه پيشنهاد رد کړ او د چيو يون په خلاف يی د اشراف زاده ګانو افترا ومنله چې په نتيجه کې چيو يون مرکزی چين ته تبعد شو٠ ورپسی د څوو مملکت نورهم کمزوری شو او پايتخت يې هم د چينګ عسکرو لخوا اشغال شو٠ چيو يون په داسی غمجنه موقع کې چې نه يې له دغه خطرناک وضعيت څخه د خپل وطن د راګرزولو توان درلود او نه يې خپل سياسي ارمان ٠د چين د زراعتی جنترۍ د پنځمی مياشتی په پنځمه نېټه د ميلو سيند ته ځان واچاوه او مړ شو٠ هغه په خپلو شعرونو کې خپله سياسي ادعا ډېره تکرار کړی او د خپل وطن له سرنوشت څخه يې ډېره انديښنه څرګنده کړی ده٠ د روايت له مخې کله چې خلک د چيو يون له خودکشۍ نه خبر شول تر ډېره وخته شپه ورځ په بيړيو کې په سيند کې وګرځيدل خو هيڅ نتيجه يې ور نه کړه ، نو خوراکونه يې اوبو ته واچول څو چې کبان د چيو يون جسد ونه خوره٠ کلونه کلونه وروسته د زراعتی جنتری د پنځمی مياشتی پنځمه ورځ د لوی شاعر چيو يون د يادونی د ورځی په توګه وګرزيده چې په دغه ورځ خلک د کشتۍ وهلو مسابقه کوی او مثلثی ډول خوراک خوری چې د بانس په پاڼو کې تاو شوی وی٠ د چين د تان امپراطوری دوره چې له شپږمی پيړۍ څخه تر نهمی پيړۍ پوری روانه وه، د شعرونو د تخليق اوج ګڼل کېږي او ډېر زيات مشهور شاعران پکی پيدا شوی وو٠ دری سوه کاله دمخه د چينګ په سلسله کې د تان د شعرونو يوه مجموعی تاليف شوه او پکی د دوو زرو دوو سوو شاعرانو لخوا ليکل شوی اته څلويښت زره نهه سوه شعرونه راغونډ شول٠

چين د زيات شمېر قومونو لرونکی يو واحد هېواد دی٠ د يادونی وړ خبره دا ده چې په ملی اقليتونو کې هم ډېر مشهور شاعرانو پيدا شويدی او ولسی شعرونه او سروکی يې اوس هم د خلکو په ژبو تکراريږی او محفلونه او غونډی ورباندی رنګينی کېږي٠ د بېلګی په توګه د چين د تبتيانو په خولو کې د نړۍ لومړنی اوږده حماسه اوس هم ناسته ده چې نوی يې دی – د پاچا ګسار کيسه ٠ دغه اوږد حماس شعر په يوولسمه پيړۍ کې د يوه تيتی شعر له خوا جوړ شوی او وروسته ولسی سندرغاړو حقط کړی او په زياتو ملی غونډو کې يې اوروی چې د خلکو احساسات په اوج راولی ٠